خبریال وېبپاڼه / که تاسي دغه ٢٤ عادتونه خپل کړي، نو تاسي بریالي اشخاص ګڼل کیږي نو ژوند به مو ورسره سم او ښکلي شي.
لومړي: هغه خلک وپیژني او ناسته پاسته ورسره کمه کړي کوم چي تاسي ته کټه نه در رسوي یعني خلک چي منفیات خپروي.
دوهم: له هغه چاسره استدلال او بحث مه کوي چي ناپوهه وي.
دریم: ځان مو مطالعه کړي او په دي ځان ډاډمن کړي چي تاسي یو ارزښت لرونکي شخصیت یاست.
څلورم: هڅه وکړي چي نور خلک ځانته را جذب کړي.
پنځم: د یو نوي ذوقي کار په لټه کي اوسي او په دي فکر وکړه چي څنګه يي پیل کړم.
شپږم:خپله خافظه مو تنظیم او فعاله وساتي او همدارنګه د منفي فکر پر ځای مثبت فکر وکړي.
اووم: هغه شیان له ځان سره يي یاداښت کړي کوم چي يي تاسي ته ارزښت لري.
اتم: تل منندوي اوسي او هڅه وکړي چې هر سهار د ځان لپاره دري موخي وټاکي او د لاسته راوړلو لپاره يي هڅه وکړي.
نهم: که مو له چاسره مینه او علاقه درلوده نو ورته يي ثابته کړي، چي تر څو مو اړیکه لا پیاوړي شي.
لسم: خپله هم بی اساسه خبري مه کوي او همدارنګه د بل چا بي بنیاده خبرو خبرو ته هم غوږ مه نیسي.
یولسم: ډیر تلویزون کتل، له حده زیاتي خواله رسني تعقیبول زیاتي کمپیوټري لوبي او ویډوګاني کتل پریږدي او پر ځايي د خپلو همفکره ملګرو سره کینی مطالعه وکړي او په خپل پلان مخته ولاړ شي.
دولسم: د تیر په اړه فکر مه کوه بلکي راتلونکي ته ځیر اوسی.
دیارلسم: هغه خواړه وخوري چي ستاسو بدن ته ډیره ګټه رسوي او له هغه خوړو او څښونکو موادو څخه ډډه وکړي چي د اسلام مبارک دین او ډاکټران تري د پر هیز توصیه کوي.
څوارلسم: هره ورځ د ١٠- ٣٠ دقیقو پوري منظم تمرین وکړي.
پنځلسم: خپل ژوند مو د ارزښت وړ وبولي او په خوښي يي تیر کړي.
شپاړس: هر څه پاک وساتي او هر وخت يي ترتیب کړي.
اوولسم: هغه چاري مه ترسره کوي چي ګټه درته نه رسوي او ژوند ته مو پر مختګ نه ورکوي.
اتلسم: د نه کلیمه زیاته مه استعمالوي بلکي پر ځاي يي هو وکړي.
نولسم: هغه دودونه مو له ژونده وباسي چي تاسي او ستاسي شخصیت سپکوي.
شلم: شکایت کول پریږدي او همیشه مثبت ووسي.