خبریال وېبپاڼه / د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې مشر روزونکې لانس کلوزنر د هند سپورټ کيډيا ويبپاڼې سره پخپلو تازه څرګندونو کې ويلي چې دوی په دې هڅه کې دي ترڅو په راتلونکې نړيوال جام کې پخپلې غوره کارکردګۍ سره برياوې خپلې او د افغانانو په مخ مسکا خپره کړي.
دا په داسې حال کې ده چې له تېرو لسو ورځو راهيسي افغانستان کې سياسي حالت په بيړه بدليږي او ورسره په کوردننه او بهر افغانان ډير انديښمن دي او د هيواد راتلونکی مبهم حالت يې ځوروي.
بلخوا په پام کې وه د اوږدې مودې وروسته افغانستان کرکټ ملي لوبډله د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې سره د دريو يوورځنيو لوبو سيريز ترسره کړي خو د بيلابيلو مشکلاتو او دواړو خواوو په موافقې سره ياد سيريز هم تر نامعلومې نېټې وځنډول شو، کوم ته چې افغان مينه والو ډير تلوار لرلو.
اوس د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې ټول پام په متحده عرب اماراتو کې راتلونکې شل اوریز نړېوال جام ته دی ترڅو په خپلې غوره کارکردګۍ او برياوو سره هيوادوالو ته خوښي ور وبښي.
لانس کلوزنر وايي” د حکومت تحولات او ګډوډي ممکن د موقت وخت لپاره وي، لوبغاړو ته پکار ده چې خپل ذهنونه بيرته جوړ او پخپلو لوبو تمرکز وکړي، ترڅو راتلونکې لوبو ته بشپړ چمتو شي”.
ياده دې وي چې د افغانستان کرکټ ملي لوبډله د روان ميلادي کال اکتوبر او نومبر مياشتو کې د ترسره کيدونکې شل اوریز نړېوال وړاندې نوري نړيوالې لوبې نه لري.