د افغان کرکټ لوبډلي د راتلونکو لوبو په اړه د حامد شینواري تازه څرکندوني

خبریال وېبپاڼه / د افغان د کرکټ بورډ اجرائیه رئیس حامد شینواری وايي چې نوي حکومت ډاډ ورکړی چې له استرالیا سره به ټيسټ لوبه پخپل وخت وشي او د دې امکان هم شته چې د ۲۰۲۲م کال لومړیو میاشتو کې له هند سره د ټيسټ لوبو سیریز په هند کې وشي.

“نوی حکومت د ورزش ملاتړی دی او مونږ په دې تړاو له هغوی څخه ډاډ ترلاسه کړی دی، دا ځوانانو ته یو واضح پیغام دی چې دوی به د ورزش ملاتړ کوي او دا ډيره ښه خبره ده”.

حامد شینواري دغه راز ویلي چې له نورو لوبډلو سره هم د لوبو په برابرولو کار روان دی، چې د حالاتو په عادي کیدو به یې نیټې اعلان شي “مونږ له نړیوال جام وړاندې په یو درې اړخیزه سیریز کار کوو چې افغانستان، ویسټ انډيز او سرېلانکا به پکې ګډون ولري “.

هغه نړیوال جام ته د چمتووالي په اړه ویلي چې کوښښ کوي ملي لوبډلې ته په یو بهرني هیواد چې په غالب ګمان په قطر کې به وي، تمریناتي کیمپ برابر کړي، کوم چې به له درې اړخیز سیریز وړاندې وشي.

که څه هم اوس مهال د افغانستان سترې کورنۍ شل اوریزه سیالۍ د بانکي او مالي ستونزو له امله تر نامعلومې نیټې ځنډیدلي خو اجرائیه رئیس د لیست ای لوبو د کولو ویلي او زیاته کړې یې ده چې دا لوبې به په ښه کیفیت په تلویزیون هم نشر شي.

بله خوا یو شمیر بهرنیو رسنیو داسې خبرونه هم خپاره کړي چې ممکن د افغانستان د ښځینه ټيم د لغوه کیدو سره د افغانستان د بشپړغړیتوب دریځ ته خطر متوجه شي خو لا هم په دې اړه د کرکټ نړیوالې شورا کوم رسمي غبرګون نه دی ښودلی.

بله خوا یو شمیر بهرنیو رسنیو داسې خبرونه هم خپاره کړي چې ممکن د افغانستان د ښځینه ټيم د لغوه کیدو سره د افغانستان د بشپړغړیتوب دریځ ته خطر متوجه شي خو لا هم په دې اړه د کرکټ نړیوالې شورا کوم رسمي غبرګون نه دی ښودلی.

حامد شینواري د ښځینه ټیم د لوبو او راتلونکي په اړه ویلي چې په دې تړاو اوس مهال څه نه شي ویلی چې څه به کیږي خو هغه څه چې ویلي شي دا دي چې ډاډ ورکړل شوی، د نارینه لوبډلې ټولې لوبې به پر خپل وخت ترسره کیږي.

اجرائیه رئیس حامد شینواری داسې مهال د راتلونکو لوبو په اړه خبرې کوي چې څه موده وړاندې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د لوبو د ځنډ ترڅنګ، افغانستان په تېر کال کې د نشت برابر لوبې کړي دي او ډيری لوبې یې د بیلابیلو دلایلو له امله ځنډیدلي دي.

Leave A Reply

Your email address will not be published.

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. Accept Read More

WP2Social Auto Publish Powered By : XYZScripts.com