خبریال وېبپاڼه / د پاکستان ملي لوبډلې مشر روزونکي مصباح الحق او د بالینګ روزونکي وقار یونس له خپلو دندو استعفا کړې ده او پرځای عبدالرزاق او سقلین مشتاق د لنډ مهال لپاره د لوبډلې روزونکي ټاکل شوي دي.
مصباح الحق وايي چې سره له دې چې دا به د دندې پریښودو ښه وخت نه وي خو نور یې خپله راتلونکې له لوبډلې سره نه لیده
نوموړی وايي:
“دا به مناسب وخت نه وي چې زه دنده پریږدم خو فکر کوم هغه څه چې ما کولی شول ومې کړل، نور باید یو بل څوک راتلونکو ننګونو ته اوږه ورکړي”.
د بالینګ روزونکی وقار یونس بیا وايي چې د مصباح الحق له پریکړې وروسته یې د استعفا پریکړې کړې ده.
وقار وويل:
“کله چې مې له مصباح الحق سره خبرې وکړې نو هغه راته د خپلې پریکړې په اړه وویل، مونږ یو ځای دندې ته راغلي یو ځای مو کار وکړ او غوره مو وګڼله یو ځای دنده پریږدو”.
پاکستاني روزونکي داسې مهال له خپلو دندو لاس په سر کيږي چې د پاکستان لوبډله نږدې راتلونکې کې له نوي زیلاند او انګلینډ سره لوبې لري او ورپسې به یاده لوبډله په نړیوال جام کې ګډون کوي.
دا په داسې حال کې ده چې څو ورځې وړاندې ځينو رسنيو خبرونه ورکړل چې پاکستان کرکټ بورډ خپلې لوبډلې ته د نويو روزونکو په لټه کې ده. که ياد بورډ ونه توانېږي چې پاکستانۍ لوبډلې ته ژر کوم روزونکی ونيسي نو ياده لوبډله به راتلونکي نړيوال جام کې له ډېرو ستونزو سره مخ کړي.