خبریال وېبپاڼه / ټاکل شوې ده چې د افغانستان کرکټ ملي لوبډله راتلونکي شل اوریز نړیوال جام ته د لا غوره چمتووالي په موخه په هیواد کې یو تمریناتي کیمپ کې ګډون وکړي.
دغه کیمپ به تقریباً یوه میاشت دوام وکړي چې پکې به د نړیوال جام په لوبډله کې ټول اعلان شوي لوبغاړي او ګڼ شمېر کورني روزونکي او ټرېنران برخه ولري.
دغه کیمپ به تقریباً یوه میاشت دوام وکړي چې پکې به د نړیوال جام په لوبډله کې ټول اعلان شوي لوبغاړي او ګڼ شمېر کورني روزونکي او ټرېنران برخه ولري.
دا چې د ملي لوبډلې د شل اوریزو سیالیو پخوانی کپتان راشد خان او اوسنی کپتان محمد نبي له هیواده بهر دي او وایس کپتان نجیب الله ځدراڼ هم پاکستان ته تللی دی نو د کیمپ مشري او لوبډلې ترتیبات به د لوبډلې پخوانی کپتان اصغر افغان په غاړه ولري او په کیمپ کې شامل لوبغاړي به د اصغر افغان ترمشرۍ لاندې نړیوال جام ته تیاری ونیسي.
د کیمپ په پای کې بیا د شل اوریز نړیوال جام لپاره وروستۍ پنځلس کسیزه لوبډله چې درې احتیاطي لوبغاړي به هم ورسره مل وي، د کرکټ بورډ لخوا اعلان شي.
ټاکل شوې ده چې د ۲۰۲۱م کال شل اوریز نړیوال جام سیالۍ د راتلونکې اکټوبر میاشتې په ۱۷مه نېټه په عربي اماراتو او عمان کې پیل شي چیرته چې افغان لوبډله د سیالیو په دویم پړاو کې قرار لري، چې له مخې به یې خپله لومړۍ سیالي له لومړي پړاو څخه راغلې لوبډلې په وړاندې د اکټوبر میاشتې په ۲۵مه نېټه ترسره کړي.