راميز راجا: د هند کرکټ پر وړاندي تازه څرکندونې کړي

خبریال وېبپاڼه / د پاکستان د کرکټ بورډ نوي ټاکل شوي مشر رامز راجا پۀ خپل راتګ سره سم د هند سره د لوبو پۀ اړه غږېدلی.

لۀ هند سره د پاکستان سياست، اقتصاد او حتی لوبې بېل اړخ او رنګ لري، کله چې پاکستان او هند لۀ يو او بل سره د کرکټ لوبه کوي نو دا لوبه د نړۍ پۀ هر ګوټ کې ليدل کېږي، د هند او پاکستان د لوبې مينه وال پۀ افغانستان کې هم شته او افغانان هم د نړۍ د نورو وګړو پۀ څېر دغو لوبو ته ځانګړی ارزښت ورکوي.

د پاکستان او هند د سياست ترينګلې حالت حتی دوی د کرکټ دوه اړخيزو لوبو ته هم نۀ پرېږدي، اوس هند او پاکستان يوازې د آی سي سي پۀ ټورنمینټونو کې لوبېږي او يو او بل سره‌ ډغرې وهي، د هند او پاکستان تر منځ وروستۍ يو ورځنۍ لوبه د ۲۰۱۹م کال نړېوال جام کې او وروستۍ شل اوريزه هغه يې د ۲۰۱۶م کال شل اوريز نړيوال جام کې هند کې ترسره شوه.

د پاکستان د کرکټ بورډ نوي او ۳۶م مشر رامز راجا لۀ خپل راتګ سره سم مټيو هېډن د راتلونکي نړیوال جام لپاره د توپ وهنې او وېرنون فلېنډر د توپ اچونې روزونکی وټاکۀ، لۀ هغۀ وروسته يې د هند سره د لوبو پۀ اړه وويل: اوس‌مهال د هند او پاکستان سیریز ممکن ندی او نه به مونږ هند ته د لوبو لپاره زارۍ وکړو.

د دواړو هېوادونو ترمنځ سیاسي مسایلو په سپورت هم سیوری غوړولی خو مونږ بیړه نه لرو چې هند سره لوبې وکړو.

که څۀ هم ښکاري چې ښاغلی راجا اوس‌مهال چمتو ندي چې هند سره د لوبې لپاره خپل ټيم و آزمايي مګر مجبور دی چې د راتلونکي نړیوال جام لومړۍ لوبه چې د هند پر وړاندې برابره شوې د اکټوبر پۀ ۲۴مه ترسره کړي، هغۀ د دې لوبې پۀ اړه وويل: هند او پاکستان هر وخت جالبې لوبې کړې دي.

نړیوال جام کې د پاکستان لومړۍ لوبه هم د هند په وړاندې ده، کومه چې ډېره مهمه هم ده. دا ځل باید پاکستان د هند په ماتولو سره په نړیوال جام کې خپلو پایلو ته بدلون ورکړي.

Leave A Reply

Your email address will not be published.

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. Accept Read More

WP2Social Auto Publish Powered By : XYZScripts.com