نوموړي غوښتل چي افغان لوبډله په نړیوال جام کې ونه ویني

خبریال وېبپاڼه / د اسټراليا د ټيسټ کرکټ لوبډلمشر او ويکټ ساتونکی ټيم پاين چې څه موده مخکې يې د څټ او چپ لاس له درد څخه شکايت کولو، تېره اونۍ يې جراحي عمليات ترسره کړ. د نوموړي د څټ په ډيسکونو باندې د فشار له امله ډاکټرانو د هغه د څټ عمليات ترسره کړ.

ډاکټرانو د هغه ستونی سوری کړ او له دې لارې يې هغه عمليات کړ.

۳۶ کلن ټيم پاين به له عمليات څخه وروسته دوه اونۍ استراحت وکړي. وروسته له دې چې ډاکټران د هغه د بشپړې روغتيا څخه ډاډمن شول، هغه ته به د لوبو کولو اجازه ورکړي.

له SEN راډيوي خپرونې سره په يوه تازه مرکه کې ټيم پاين ويلي چې: «هغوی (ډاکټرانو) زما په ستوني کې يو لوی سوری جوړ کړ، زما د حنجره يې يوې غاړې ته کړه او له دې لارې يې زما څټ عمليات کړ. دا طريقه يو څه بې خطره وه.»

پاين مني چې هغه ډېر درد احساسوي، خو له نورو هغو لوبغاړو سره تر خبرو وروسته د خپل راتلونکي په اړه ډاډمن شوی، چې مخکې يې دغه شان عملياتونه ترسره کړي دي.

هغه همداراز وويل چې د ډېسمبر په اتمه به لومړۍ ټيسټ لوبه کې ولوبيږي او په دې اړه باوري دی چې تر هغه وخت پورې به ښه شي.

ټاکل شوې ده چې د ډيسمبر په اتمه د انګلستان په ګَبا لوبغالي کې د انګلستان او اسټراليا تر منځ د ټيسټ لوبو ايشيز (Ashes) لوبلړۍ پيل شي.

Leave A Reply

Your email address will not be published.

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. Accept Read More

WP2Social Auto Publish Powered By : XYZScripts.com