د افغانستان او بنګله دېش د نولس کلنو لوبډلو ترمنځ څلورورځنۍ لوبه

خبریال وېبپاڼه /ټاکل شوې ده چې د افغانستان نولس کلنه کرکټ ملي لوبډله د بنګله دېش په سفر خپله وروستۍ سیالي سبا پیل کړي. دغه سیالۍ څلورورځنۍ ده او د نولس کلنو ځوانو لوبغاړو د ټيسټ یا «یوت ټیسټ» سیالۍ په نوم یادیږي.

له دې وړاندې افغان نولس کلنې لوبډلې د خپلې بنګله دېشۍ سیالې په وړاندې ۵ یوورځنۍ سیالۍ ترسره کړې چې پکې افغان لوبډلې دوه لوبې وګټلې او پاتې درې لوبې کوربه لوبډلې په خپل نوم کړې.

د دواړو لوبډلو ترمنځ به یوازېنۍ ټيسټ لوبه سبا د بنګله دېش په سیلهیټ نړیوال لوبغالي کې پیل شي چې څلور ورځې به دوام وکړي، د دغې سیالۍ لپاره افغان لوبډلې ښه تمرینات ترسره کړي دي او د روزونکو ډلې به پوره معلومات شوی وي چې له څه ډول لوبډلې او کوم پلان سره لوبې ته ولاړ شي.

په یوورځنیو سیالیو کې ډېر لوبغاړي ولوبېدل، د سفر ټولو نولس لوبغاړو لوبې وکړې، یو شمېر لوبغاړو پوره پنځه، ځینو نورو ۴، ځینو درې او بیا یو شمېر نورو یوازې ۲-۲ لوبې وکړې، ځینو لوبغاړو حتی له خپلو لومړیو لوبو هم ښه ګټه واخیسته او ځانونه یې ثابت کړل خو یو شمېر نورو بیا په ټولو ۴ یا پنځو لوبو کې هم له ځانه پوره وړتیا ونښودلی شوه.

خو د دې سره سره د روزونکو ډلې ته دا پوره په ډاګه شوه چې په کومو لوبغاړو زیات باور وشي او کومو لوبغاړو سره مهمې ټيسټ لوبې ته ولاړ شي.

زمونږ په آند د دغې مهمې سیالۍ لپاره باید په خورا غور سره د یوولس لوبغاړو ټاکنه وشي. اوپنرانو کې چپ لاسی سلیمان صافی او ښي لاسی سلیمان عربزی په یوورځنیو سیالیو کې ښه ځلېدلي دي او باید په څلورورځنۍ سیالۍ کې هم په خپل ځای پاتې شي.

د ونډاون پوزېشن لپاره مقابله به د دوه ویکټ کیپرانو ترمنځ وي، اسحاق ځاځی او بلال سعیدي؛ اسحاق که څه هم په وروستۍ یوورځنۍ سیالي کې پنځوسیزه وکړه خو د سپنرانو په وړاندې ډېر کمزوری دی او ښايي د لوبډلې په درد ونشي خوړلای.

له بلې خوا بیا بلال سعیدي د اسحاق ځاځي په پرتله د بیټینګ ښه تخنیک لري، د سپنرانو او فاسټ بالرانو په لوبولو کې ډېر ښه دی او ترڅنګ یې په ویکټ هم تر ډېره پاتې کېدلای شي نو غوره ده چې د دریم پوزېشن لپاره چې د ویکټ کیپر بیټسمین ځای دی، بلال سعیدي سره ولاړ شي.

په ټوله کې لوبغاړي په خپله طبیعي لوبه باور وکړي، اضافه فشار وانخلي، په یوورځنیو سیالیو کې له خپلو غلطیو زده کړې وکړي او بیا ځلې خپلې غلطۍ تکرار نکړي نو دا ډېره ممکنه ده چې افغان ځوانه لوبډله دې دغه ستره سیالي هم په خپل نوم کړي او خپل سفر په کامیابۍ او برلاسۍ سره پای ته ورسوي.

Leave A Reply

Your email address will not be published.

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. Accept Read More

WP2Social Auto Publish Powered By : XYZScripts.com