خبریال وېبپاڼه / د پاکستان سوپر لیګ یا پي ایس آیل لیګ اووم پړاو سیالیو لپاره بولی نن ترسره شوه چي په یاده بولی کې له راشد خان او محمد نبي وروسته څلور نور افغان لوبغاړي هم د بیلابیلو لوبډلو لخوا واخیستل شول.
ټاکل شوي چي د پاکستان سوپر لیګ سیالي به د راتلونکي کال په جنوری کې ترسره شي چي د یاد لیګ لپاره شپږ افغان لوبغاړي هم واخیستل شول.
محمد نبي د کراچی کینکز لوبډلې سره یو ځای شوي.
راشد خان بیا له لاهور قلندرز لوبډلې سره یو ځای شوي.
حضرت اللہ ځاځي بیا ځل لپاره د پیښور زلمیو لوبډلې سره یو ځای شو.
نور احمد او نوین الحق بیا له کویټه ګلیډیتر لوبډلې سره یو ځای شوي.
او رحمن اللہ کربز هم د اسلام اباد یونایتید لوبډلې سره یوځای شوي دي.