ویسټ انډیز په لومړی لوبه کې له ماتې سره مخ شو

خبریال وېبپاڼه / د ویسټ انډیز کرکټ ملي لوبډلې او پاکستان کرکټ ملې لوبډلې ترمنځ د پاکستان په کوربه توب د دري شل اوریزه لوبو لوبلړی پرون مازدیګر د پاکستان په ستر ښار کراچی کې پیل شوه.

د دواړو لوبډلو ترمنځ لومړی شل اوریزه لوبه چي پرون مازدیګر ترسره شوه، د یادی لوبي ټاس د ویسټ انډيز کرکټ ملي لوبډلې وکټله او د توپ اچوني پریکړه يې وکړه د توپ وهنې بلنه يې د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې ته ورکړه.

پاکستان کرکټ ملي لوبډلې په ټاکل شو شل اورونو کې د شپږو لوبغاړو په سوځیدو سره يي ٢٠٦ منډې ترلاسه کړي او د ویسټ انډيز کرکټ ملي لوبډلې ته يې په شل اورونو کې يې د ٢٠٧ منډو هدف ورکړه.

د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې لپاره په توپ وهنه کې محمد رضوان او حیدر علی ښه وځلیدل، محمد رضوان په ٥٢ توپونو باندي يې ٧٨ منډې او حیدر علی بیا په ٣٩ توپونو باندي ېې ٦٨ منډې ترلاسه کړي.

د ویسټ انډیز لپاره په توپ اچونه کې رومارو دوه ویکټې ترلاسه کړي.

د ویسټ انډيز کرکټ ملي لوبډله ونه توانیده چي یاد هدف ته ځان ورسوي د ټولو لوبغاړو په سوځیدو سره يې په ١٩ اورونو کې يي ١٣٧ منډې ترلاسه کړي او لوبه تري د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې د ٦٣ منډو په توپیر وکټله.

د پاکستان لپاره په توپ اچونه کې محمد وسیم څلور ویکټې او شاداب خان دري ویکټې ترلاسه کړي.

د یادې لوبي غوره لوبغاړي حیدر علی وټاکل شو.

د یادولو وړ ده چي د یادو لوبډلو ترمنځ به دوهم شل اوریزه لوبه نن مازدیګر ترسره شي.

Leave A Reply

Your email address will not be published.

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. Accept Read More

WP2Social Auto Publish Powered By : XYZScripts.com