په بهرنیو لیګونو کې په افغان لوبغاړو محدودیت لګول کیږي

خبریال وېبپاڼه /کرکبز نړیوالې پاڼې د معلوماتو له مخې چې ممکن افغانستان کرکټ بورډ به په خارجي لیګونو کې د ملي لوبډلې په لوبغاړو ځینې محدودیتونه وضع کړي.

د یادې پاڼې د معلوماتو په اساس چې شاید افغان کرکټ بورډ به یوازې په درې سترو تجارتي لیګونو کې ملي لوبغاړو ته د ګډون اجازه ورکړي.

د یادې پاڼې په اساس افغان کرکټ بورډ دغه ګام ځکه پورته کوي،ترڅو ملي لوبغاړي پخپلو ډومسټیک یا کورنیو لوبو کې ګډون وکړي.

افغانستان کرکټ بورډ پدې وروستیو کې یوه څوارلس کسیزه کمیټه جوړه کړه،د یادې کمیټې موخه د افغانستان کرکټ چې پکې داخلي کرکټ هم شامل دی،د هغوی څخه څارنه او د غوړیدا په موخه یې نوی پلان جوړول دي.

د نوي پلان کې دا نقطې هم شاملې دي چې یاده کمیټه به په خارجي لیګونو کې د افغان لوبغاړو شمیر هم محدود کړي،ترڅو کورني کرکټ ته وده ورکړل شي.

د افغانستان کرکټ بورډ پخواني لوبغاړي رئیس احمدزي چې د یادې تخنیکي کمیټې غړی هم دی،له کرکبز سره په خبرو کې تایید کړې چې دوی به په خارجي لیګونو کې د افغان لوبغاړو شمیر را ټیټ یا محدود کړي.

نوموړي ویلي،دوی به یوازې په کال کې درې سترو لیګونو کې افغان لوبغاړو ته د ګډون اجازه ورکړي.

نوموړي ویلي،دغه ګام ځکه پورته کیږي،تر څو ملي لوبغاړي داخلي فرسټ کلاس سیالۍ ولوبوي.

په نړۍ کې ستر تجارتي لیګونه اوسمهال ای پي ایل،بیګ باش او کرابین پریمیر لیګ دی.

لدې وړاندې ځینو هیوادونو په نړیواله کچه د شل اوریزه او لس اوریزه لیګونو په زیاتیدو سره ویلي،چې لوبغاړي یې خپلو ملي دندو څخه ایستلي.

د یاد ګام په اړه پداسې مهال خبر ورکول کیږي چې افغانستان کرکټ بورډ د ایف ټي پي سیالیو مهال ویش خپور کړ.

Leave A Reply

Your email address will not be published.

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. Accept Read More

WP2Social Auto Publish Powered By : XYZScripts.com