خبریال وېبپاڼه / د سریلانکا هېواد «لنکا پریمر لیګ» ۲۰ مه لوبه د کنډي واریرز او نوین الحق اړوند کولمبو سټارز لوبډلو ترمنځ ترسره شوه.
په سیالۍ کې کولمبو سټارز لومړۍ توپ وهنه وکړه چې ۲۰ اورونو کې یې د ۶ لوبغاړو سوځېدو په سر ۱۸۲ منډې وکړې.
کولمبو سټارز ته کوشال پریرا ۵۸، داننجایا ډي سلوا ۴۰ او دنیش چندیمال ۴۴ منډې وکړې.
واریرز ته نیمیش ویموکتي ۳ ویکټې ترلاسه کړې.
واریرز د ټاکل شوي هدف په تعقیب ۱۷ اورونو کې د ټولو لوبغاړو سوځېدو په سر ۱۲۴ منډې وکړې او د ۵۸ منډو په توپیر یې لوبه وبایلله.
کولمبوسټارز ته نوین الحق دوه اورونو کې ۹ منډې ورکړې یوه ویکټې یې ترلاسه کړه.
خو جیفري وانډرسي ۴ اورونو کې ۲۵ منډې ورکړې او ۶ ویکټې ترلاسه کړې چې د لوبې غوره لوبغاړی هم اعلان