خبریال وېبپاڼه / ټاکل شوې ده چې افغانستان کرکټ ملي لوبډله به د راتلونکي ۲۰۲۲ م کال جنورۍ میاشت کې د نیدرلینډ پر وړاندې درې پنځوس اوریزه سیالۍ ترسره کړي.
افغانستان کرکټ بورډ په لومړي ځل د یوې نړیوالې لوبډلې کوربه توب د هند یا متحده عربي اماراتو پرځای په «قطر» هېواد کې کوي.
افغان لوبغاړو د تل په څېر یوځل بیا هم قطر ته د سفر لپاره د وېزو ستونزه درلوده، خو یو شمیر باوري سرچینو تایید کړه چې د ټولو لوبغاړو د وېزو ستونزه حل شوه او ډېر ژر به قطر هېواد ته روان شي.
ټاکل شوې ده چې د افغانستان او نیدرلینډ ترمنځ به د دریو پنځوس اوریزه سیالیو لړۍ چې د کرکټ نړیوالې شورا ای سي سي د «ورلډ کپ سوپر لیګ» برخه هم ده د جنورۍ په ۲۱ مه نېټه پیل شي.
ورپسې به د جنورۍ په ۲۳ مه نېټه دویمه او ۲۵ مه نېټه به دریمه او وروستۍ پنځوس اوریزه لوبه ترسره شي.
د کرکټ نړیوالې شورا د «ورلډ کپ سوپر لیګ» سیالۍ تر ۲۰۲۳ م کال پورې ترسره کیږي چې د نمرو جدول کې تر اتم مقام لوبډلې به په ۲۰۲۳ م کال پنځوس اوریز نړیوال جام کې نېغ په نېغه ګډون وکړي.