شکیب الحسن له دې وروسته راته په درې واړه فارمټونو کې لوبیدل راته ستونزمن دی

خبریال وېبپاڼه / د بنګله دېش ملي لوبډلې الراونډر شکېب الحسن د ټېسټ لوبو لپاره په دوو کې حیران پاتې دی.

شکېب وایي: زه په دې فکر کې یم چې ټیسټ لوبه وکړم که نه او که ویې کړم، نو څنګه لوبه به وکړم.

شکېب په یو تازه مرکه کې ویلي اوس وخت راغلی په ټېسټ کرېکټ کې د خپل راتلونکي په اړه فکر وکړم، باید غور وکړم چې په ټېسټ کرېکټ کې برخه واخلم که نه، نه پوهېږم چې زه به څنګه دې فارمټ کې لوبه وکړم. خو فکر کوم چې کوم فارمټ ته باید ډېره ترجېح ورکړم.

دا په داسې حال کې ده چې شکېب الحسن پرېکړه کړې د نیوزېلند پر وړاندې ټېسټ لوبلړیو کې برخه نه اخلي او د لوبې نه کولو لامل یې کورنۍ ستونزې ښوولي دي.

خو اوس نوموړی وایي چې د بنګله دېش لوبډلې لپاره په دریو واړو فارمټونو کې لوبې نه شي کولی خو دا هم وایي چې په بشپړ ډول له ټېسټ لوبو استعفا نه کوي. او زیاتوي چې امکان لري د 2022 شل اوریز نړیوال چام وروسته شل اوریزې لوبې ونه کړم او یوازې په یو ورځنیو او ټېسټ لوبو تمرکز وکړم.

په هر صورت شکیب الحسن ته د بورډ له خوا د “شخصي دلایلو” له امله نیوزېلند ته له سفر څخه رخصت ورکړل شوی.

شکېب وروستی ځل د دېسمبر په لومړیو کې په میرپور کې د پاکستان خلاف ټېسټ لوبه کړې وه، چې بنګله دېش په یو اننګز او اتو منډو وبایلله.

Leave A Reply

Your email address will not be published.

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. Accept Read More

WP2Social Auto Publish Powered By : XYZScripts.com