The news is by your side.
د برخي‌ پلټل

خبریال

دا برخه د افغانستان د بیلا بیلو څنډو نه خبرونو لپاره ځانګړې شوې ده .‌
که غواړئ‌د افغانستان په هر تازه خبر ځان خبر کړئ نو دا برخه څارئ

ارګ وايي، د داعي د شهادت عاملین مو تثبت کړي، د قانون منګولو ته یې سپارو

خبریال وېبپاڼه/ ارګ وايي، په هلمند کې د ازادۍ راډیو خبریال محمد الیاس داعي د شهادت عاملین یې تثبت کړي او ژر به یې د قانون منګولو ته وسپاري. د ولسمشر غني د ویاند مرستیال دواخان مینه پال ویلي، د خبریال محمد الیاس داعي په شهادت کې هغه کسان…

امریکایانو د عامو افغانانو زرګونه جریبه ځمکې غصب کړې

خبریال وېبپاڼه/ نیویارک ټایمز ورځپاڼه وايي، امریکايي ځواکونو په افغانستان کې د خپل ماموریت په بهر کې د افغانانو زرګونه جریبه ځمکه غصب کړې ده او هیڅ تاوان یې نه دی ورکړی. نیویارک ټایمز ورځپاڼه په یوه راپور کې وايي، چې امریکايي ځواکونو په…

ښوونځي جومات ته انتقالول او د بوديجې نشتون

 خبريال وېبپاڼه/ تېره ورځ د افغانستان د پوهنې وزارت اعلان وکړ چې دوی په داسې يوه طرحه کار کوي چې په بنسټ به يې له لومړي ټولګي نيولې تر درېيمه ټولګي پورې ماشومان د ښوونځي په ځای په جوماتونو کې زده کړې کوي. د پوهنې وزارت دې پرېکړې ته ګڼ…

سږ کال کونړ کې تر ۹۸۸ ټنه ډېرې مالټې ترلاسه شوي

خبریال وېبپاڼه/ د کرهڼې او مالدارۍ وزارت وايي، سږ کال په کونړ کې کروندګرو د مالټو له باغونو تر ۹۸۸ ټنه ډېر حاصلات ترلاسه کړي، چې د تېر کال په پرتله لس سلنه ډېروالی پکې راغلی دی. د یاد وزات د خبرپاڼې له مخې، په دغه ولایت کې اوسمهال د مالټو…

ايا د افغانستان جګړه جهاد دی؟

 خبريال وېبپاڼه/ د اسلام مقدس دين د هرڅه په هکله واضح حکم لري، خو له بده مرغه ځینې ډلې چې نيت يې بدل وي بيا د دين حکم پخپله ګټه تفسير کوي او لوی ظلم کوي. د افغانستان جګړه د اول څخه تر پوښتنې لاندې وه او د دین پوهانو له لوري ورباندې نيوکې…

کرونا پرون راهیسې ۸۹ پاکستانیان وژلي

خبریال وېبپاڼه/ په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په پاکستان کې د کرونا ویروس دوهمې څپې د ۸۹ نورو پاکستانیانو ژوند اخیستی او ۲۰۰۰ نور کسان پر دې ناروغۍ اخته شوي دي. پاکستاني چارواکيو تېره ورځ اعلان وکړ چې د کرونا دويمه څپه يې له واکه وتلې او نور يې…

د پکتیا لپاره د طالبانو د والي ډیپو کشف او ترلاسه شوه

خبریال وېبباڼه/ د پکتیا چارواکي وايي، ملي امنیت ځواکونو د دې ولایت په میرزکې ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو یوه ډیبو کشف او ترلاسه کړې ده. د پکتیا د والي ویاند عبدالرحمن منګل خبریال وېبپاڼې ته وویل، له دغې ډیپو څوارلس بېلابېل ډوله مهمات،…

علیپور بیا پر پښتنو ځمکه تنور ګرځولې

خبریال وېبپاڼه/ د میدان وردګ ولایت اوسېدونکو یو ځل پر حکومت غږ کړی دی چې دغه ولایت کې دې پر ولسي وګړیو د هزاره ملېشه ځواکونو قوماندان علیپور د زور زیاتي مخه ونیسي. دوی ویلي، چې د علیپور له ظلم او زور زیاتي تر پوزې راغلی او ونه نیول شي، په…

امنیتي ځواکونو کندهار کې ۱۸ طالبانو ته مرګ ژوبله اړولې

خبریال وېبپاڼه/ د کندهار چارواکي وايي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ملي، امنیتي او دفاعي ځواکونو د ځمکنیو او هوايي عملیاتو پر مهال په دې ولایت کې ۱۸ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. د کندهار نظامي شورا د یوې خبرپاڼې په خپرولو ویلي، دغه…

حکومت وايي، د طالب بندیانو خوشي کولو د تېر په څېر بې ګټې دي

خبریال وېبپاڼه/ د هېواد د ملي امنیت شورا وايي، د اووه زره نورو طالب بندیانو خوشي کول د تېر په څېر بې ګټې دي او د سولې له پروسې سره هیڅ راز مرسته نه شي کولای. د ملي امنیت شورا ویاند رحمت الله اندړ له رسنیو سره په خبرو کې ویلي، د پنځه زره…

هوایي بریدونو کې د ملکیانو تلفات زیات سوي

خبریال ویبپاڼه/ د یو شمېر څیړونکو ادارو د راپورونو له مخې له ۲۰۱۷ زیږدیز کال را په دې خوا په هوايي بریدونو کې چې  د امریکا او ملګرو له لوري يې ترسره سوي په ولسي مرګ ژوبله کې ۳۳۰٪ سلنه زیات والی راغلی. په امریکا کې د واټسن په نوم یو…

دهوايي چلن اداره له کرونا سل میلیونه ډالر زیان لیدلی

خبریال ویبپاڼه/ د کرونا له امله دهېواد ډیری ادارې او خلک زیانمن کړي خو له دویمې څپې خپریدلو سره ښايي دا ستونزې نورې هم زیاتي سي د افغانستان د هوانوردۍ ادارې ویلي چې د کرونا ناروغۍ د رامنځ ته کیدلو له کبله یې سل میلیونه ډالر زیان لیدلی چې…
koi finance