The news is by your side.
د برخي‌ پلټل

خبریال

دا برخه د افغانستان د بیلا بیلو څنډو نه خبرونو لپاره ځانګړې شوې ده .‌
که غواړئ‌د افغانستان په هر تازه خبر ځان خبر کړئ نو دا برخه څارئ

امریکا: لاس اینجلس کې لګېدلی اور په څلورمه ورځ هم نه دی قابو شوی

د امریکا د کالیفورنیا ایالت په لاس اینجلس ښار کې لګېدلی اور چې نن یې څلورمه ورځ دی، لا هم نه دی قابو شوی او د قابو کولو هڅې یې دوام لري، چې تراوسه پورې پکې ۱۱ کسان مړه شوي دي. د لاس اینجلس پولیسو رسنیو ته ویلي دي، چې په ښار کې دغه اور…

خلیلزاد: اسلام اباد کې ناسته د افغان ښځو سره د خواخوږۍ په مانا نه ده

د پاکستان په پلازمېنه اسلام اباد کې دوه ورځنۍ ناسته چې د اسلامي همکاریو له خوا په دې نوم راجوړه شوې ده، چې په افغانستان کې د نجونو تعلیم او د ښځو کار باندې لګول شوي بندیزونه غېر اسلامي وبلي او له طالبانو وغواړي چې افغانستان کې دې نجونو او…

د کونړ نواپاس کې طالبان او پاکستاني پوځيان یو بل ته ګوته په ماشه دي

د کونړ په نواپاس کې د ډېورنډ فرضي کرښې سره د طالبانو تازه ځواکونه او تجهیزات صفري نقطې ته وررسېدلي دي او همدا راز دغلته شاوخوا خلکو ته هم د کورونو د پرېښودو امر شوی دی. د طالبانو دا ځواکونه یادې سیمې ته وروسته له هغې ورځي، چې تېره ورځ د…

په ټرمپ تور ثابت شو، خو نه زنداني کېږي

په امریکا کې هغه محکمې چې د نوي بریالي شوي ولسمشر ډونالډ ټرمپ په اړه پکې د پټو پېسو یوه قضیه روانه وه، نن خپله پرېکړه واوروله. دغه محکمې ویلي دي، چې ډونالډ ټرمپ باندې تورونه ثابت شوي دي او هغه په دې قضیه کې پړ یعنې مجرم دی. خو دغه محکمې…

کرزی: د کرکټ ملي ټیم د افغانستان نوم او ملي بېرغ ځلانده ساتلی

د افغانستان کرکټ سره د ځینو هېوادونو د سیاستوالو له خوا د لوبو د لغوه غوښتنې وروسته د هېواد پخواني ولسمشر حامد کرزي هم د ملي لوبډلې په اړه خپلې څرګندونې کړې دي. حامد کرزي په خپله فېسبوکپاڼه کې ویلي دي چې د کرکټ لوبډلې د افغانستان نوم او…

بریتانوۍ وزیرې هم د افغانستان کرکټ لوبډلې ملاتړ وکړ

د برېتانیې د کلتور وزیرې لیزا ناندي د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې پر ضد د روان پروپاګند پر ضد خپل غږ پورته کړی دی او ویلي یې دي، چې د طالبانو د ناسمو کړنو له امله افغان لوبغاړو ته سزا ورکول نه دي پکار. نوموړې دا څرګندونې له بي بي سي سره په…

ای سي سي: د طالبانو له وجې افغان کرکټ ته سزا نه ورکوو

د چیمپینز ټرافي سیالیو رانږدې کېدو سره سم د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې سره د لوبې د نه کولو یا لوبې لغوه کولو غږونه هم پورته شوي دي، خو ای سي سي هم دغه غږونو ته خپل غبرګون ښکاره کړی دی. تر ټولو مخکې د انګلستان د پارلمان غړو د خپل کرکټ…

عباس ستانکزی: پاکستان داعش د جګړې لپاره افغانستان ته رالېږي

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال شیر محمد عباس ستانکزی وايي، چې پاکستان داعش په خپل هېواد کې روزي، وسلې ورکوي او له هغه وروسته یې افغانستان ته جګړې لپاره رالېږي. نوموړي دغه خبرې د شمشاد ټلویزیون سره په خپله یوه مرکه کې کړې دي.…

هلمند: یو سړي خپله ښځه د (خرابې ډوډۍ) په پخولو وژلې

په هلمند ولایت کې یوه بده پېښه هغه مهال رامنځته شوه، چې کله یو سړي له دې امله خپله ښځه مرګونې وهلې چې ولې یې (خرابه ډوډۍ) پخه کړې ده. د معلوماتو له مخې، دغه سړی چې خپله ښځه یې د خرابې ډوډۍ پخولو له امله مرګونې وهلې وه، ښځې یې وروسته د…

مسټر ټرمپ د افغانستان اوسنیو واکمنانو ته بیا په قهر دی

د امریکا نوی منتخب شوی ولسمشر ډونالډ ټرمپ یو ځل بیا د افغانستان څخه د امریکایانو وتلو په قهر کړی دی او همدا راز طالبانو ته د ډالرو ورکولو د بندولو خبره یې هم کړې ده. څه ورځو وړاندې یو طالب چارواکي عباس ستانکزي د ډونالډ ټرمپ په تړاو ویلي…

د انګلستان سیاستوالو د افغانستان سره د لوبې لغوه کولو غوښتنه کړې

د انګلستان د پارلمان ۱۶۰ غړو د انګلستان د کرکټ بورډ نه غوښتنه کړې ده، چې په راتلونکې چیمپینز ټرافۍ کې دې له افغانستان سره لوبه لغوه کړي. دغه سیاستوالو له دې امله د انګلستان کرکټ بورډ نه یاده غوښتنه کړې ده، تر څو په افغانستان کې د ښځو سره…

جنرال مبین: په افغانستان کې شرایط خراب او ستونزمن دي

د جنرال مبین په نوم مشهور د طالبانو د ټولنیزو رسنیو مشهور مبلغ جنرال مبین چې اوس له افغانستان څخه وتلی او په متحده عربي اماراتو کې دی، وايي چې په افغانستان کې کاري شرایط سخت او ډېر ستونزمن دي. دا خبرې نوموړي د متحده عربي اماراتو دولت ته…
koi finance