The news is by your side.
د برخي‌ پلټل

خبریال

دا برخه د افغانستان د بیلا بیلو څنډو نه خبرونو لپاره ځانګړې شوې ده .‌
که غواړئ‌د افغانستان په هر تازه خبر ځان خبر کړئ نو دا برخه څارئ

نی: د بلخ چاودنه په افغانستان کې د خبریالانو لپاره د خوندیتوب نشتوالی ښيي

خبریال وېبپاڼه: د افغانستان د ازادو رسنیو د ملاتړ اداره (نی) په بلخ کې د خبریالانو پر غونډې د برید په غبرګون کې وايي، دا پېښه په افغانستان کې د خبریالانو د خوندیتوب د کموالي ښکارندويي کوي. نی نن ورځ د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې…

زرداري: د افغانستان طالبان دې له اسلام اباد سره همکاري وکړي

خبریال وېبپاڼه: د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر بلاول بوټو زدراي له واشنګټن پوسټ سره په مرکه کې د افغانستان له طالبانو غوښتي چې له دوی سره د پاکستاني طالبانو په ځپلو کې مرسته وکړي. نوموړي ویلي، اسلام اباد هیله لري چې د افغانستان طالبان ورسره…

بلخ کې پرلپسې چاودنې؛ د خبريالانو يوې غونډې پرمهال چاودنې لسګونه خبریالانو ته مرګ ژوبله واړوله

بلخ کې د وړمې ورځې له چاودنې وروسته نن يو ځل بيا د خبريالانو په يوه غونډه کې د چاودنې پر مهال لسګونه خبريالانو ته مرګ ژوبله واوښته. ياده چاودنه نن شاوخوا يوولس بجې د بلخ تبيان کلتوري مرکز کې د خبريالانو د يوې غونډې پر مهال چې د خبريال…

افغانستان بانک ته به راتلونکې می مياشت کې نوي افغاني بانک نوټونه وسپارل شي

د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغانستان بانک وايي راتلونکې می مياشت کې به افغانستان ته د نويو افغاني بانک نوټونو لومړۍ بسته را ولېږل شي. د افغانستان مرکزي بانک د تفتیش کمېټې مشر شاه محمود محرابي ويلي: فرانسوي شرکت ورسره ژمنه کړې چې د روان…

د تالبانو د خپل منځي اختلاف له کبله؛ د کندهار والي بلخ ته لېږل شوی

خبریال وېبپاڼه: وروسته له هغې چې د بلخ لپاره د طالبانو والي د داعش له لوري ووژل شو، د طالبانو مشر ملاهبت الله د یاد ولایت لپاره د کندهار والي د لنډمهالي والي په توګه لېږلی دی. د خبریال ویبپاڼې د معلوماتو له مخې، د کندهار اوسنی والي محمد…

اميري: نړۍ بايد افغان ښځينه قاضيانې هېرې نه کړي

خبریال وېبپاڼه: د ښځینه قاضیانو د نړیوالې ورځې په مناسبت د افغان ښځو لپاره د امریکا ځانګړې استازې له نړۍ غوښتي، چې په افغانستان کې د ښځینه قاضیانو وضعیت ته پام وکړي. رینا امیري دا خبره نن د ښځینه قاضیانو د نړیوالې ورځې په مناسبت په ټویټر…

په بلخ کې د تالبانو لخوا د اته تنه وژل شویو قربانیانو کورنۍ عدالت غواړي

خبریال وېبپاڼه: طالبانو له دې اعلان وروسته، چې ګنې دوه شپې وړاندې یې یو شمېر کسان، د «بغاوت» او سړي تښتونې په تور وژلي، اوس د قربانیانو کورنۍ وایي، چې د دوی خپلوان بې‌ګناه دي. د قربانیانو د کورنیو یو شمېر غړو نن د وژلو شویو خپلوانو…

تالبانو په ننګرهار کې یوه ناوې په ډزو وژلې ده

خبریال وېبپاڼه: په ننګرهار ولایت کې سیمه ییزې سرچینې وايي، تالبانو یوه ناوې د پوستې لخوا وژلې ده. دا پېښه نن شاوخوا ۱ بجه د کوز کونړ ولسوالۍ په شګي کلي کې رامنځته شوې ده. دا ناوې وروسته له هغه ووژل شوه چې تالبانو د هغې پر موټر چې په…

د شمالي کوریا پوځ ته د کیم جونګ اون امر: رښتینې جګړې ته چمتو اوسئ

خبریال وېبپاڼه: د شمالي کوریا مشر کیم جونګ اون د خپل هیواد پوځ ته امر کړی چې د "ریښتینې جګړې" لپاره روزنه ګړندۍ کړي. د فرانسې خبري آژانس د راپور له مخې، د شمالي کوریا مشر دغه حکم نن په یوه پوځي اډه کې د پوځ د پوځي تمریناتو د لیدنې پر…

تالبانو د بلخ ولایت ۱۲ اوسېدونکي له داعش سره د همکارۍ په تور په ډزو ووژل

خبریال وېبپاڼه: په بلخ کې سیمه ییزې سرچینې وايي، چې تالبانو د دغه ولایت ۱۲ اوسېدونکي له داعش سره د همکارۍ په تور په ډزو وژلي دي. سرچينو د نوم نه ښودلو په شرط خبریال وېبپاڼې ته ویلي، چې تالبانو دغه کسان د چهارشنبې په شپه د مزارشريف ښار په…

داعش ډلې د هرات د اوبو رسولو ریاست پر کارکوونکو د برید پړه پر غاړه واخیسته

خبریال وېبپاڼه: د هرات د اوبو رسولو ریاست د کارکوونکو پر موټر له وسله وال برید یوه ورځ وروسته، د داعش خراسان څانګې د دغه برید مسوولیت منلی دی. د داعش خراسان څانګې نن د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د هرات د اوبو رسولو ریاست پر…

بلخ کې د تالبانو والي په یوه چاودنه کې ووژل شو

خبریال وېبپاڼه: په بلخ کې د تالبانو والي محمد داوود مزمل په یوه چاودنه کې ووژل شو. د بلخ د امنیه قومندانۍ یو شمېر سرچینو خبریال وېبپاڼې ته وویل، چې چاودنه نن سهار نهه بجې د بلخ د والي د دفتر د دويم پوړ په دهليز کې شوې ده. سرچینو زیاته…
koi finance