The news is by your side.
د برخي‌ پلټل

خبریال

دا برخه د افغانستان د بیلا بیلو څنډو نه خبرونو لپاره ځانګړې شوې ده .‌
که غواړئ‌د افغانستان په هر تازه خبر ځان خبر کړئ نو دا برخه څارئ

سعودي کرنتین ختم کړ، خو په حج کولو لا چوپ دي

خبریال وېب پاڼه/سعودي عربستان له دریو میاشتو وروسته په خپل هېواد کې کرنتین او ګرځبندیز ایسته کړ او په ټول هېواد کې تګ راتګ ته اجازه ورکړل شوه. وروسته له دری ماشتو کرنتین سعودي په ټول هېواد کې تګ راتګ ته اجازه ورکړه خو د سږني حج کولو یا نه…

طالبانو څخه د ناټو غوښتنه

خبریال وېب پاڼه/ د افغانستان لپاره د ناټو ملکي استازی له طالبانو څخه غواړي چې له تاوتریخوالي څخه لاس په سر شي. ستیفانو پونتیکور ویلي دي چې افغان امنیتي ځواکونو او ملکي کسانو باندې د طالبانو بریدونه د منلو وړ نه دي. د ناټو ملکي استازي…

یوازې ۴ ولایتونو کې د کرونا ۱۵۰ ملیونه افغانۍ غلا شوې

خبریال وېب پاڼه/د هشت صبح ورځپاڼې داسې اسناد موندلي چې په کې د هېواد په کچه یوازې د کرونا وبا لپاره له ځانګړې شوې بودیجې څخه په څلورو ولایتونو کې ۱۵۰ ملیونه افغانۍ اختلاس شوی دی. هشت صبح ورځپاڼې داسې اسنادو ته لاس رسی پیدا کړی چې په کې د…

د قراردادونو نوي‌کول – د ارګ استازی او وزیران نن ایران ته ځي 

خبریال وېبپاڼه - د حنیف اتمر په مشري‌ د کار او اشتماعی امورو وزېر ؛‌د ارګ استازی کبیر عیساخیل ؛‌ د دریو وزارتونو معینان او ځیني‌ ریسان نن ایران ته په دې موخه سفر کوي‌چې هلته به ډېر مهم قراردادونه له ایراني‌ چارواکو سره امضا کړي . د بهرنیو…

د ځانمرګو بریدونو مخالف مفتي‌ نعیم کرونا وایرس وژلی

خبریال وېبپاڼه - د پاکستان مشهور دیني عالم مفتي نعیم د شنبې په شپه ناوخته د پاکستان د کراچۍ ښار یوه روغتون ته پر لاره مړ شو؛‌ خبریالان وايي چې هغه د کرونا ناروغي نیولی وو خو  کورنۍ یې د مرګ سبب د سږو ناروغي او د زړه دوره بللې ده. مفتي نعیم…

لندن ته څېرمه ریډینګ کې د چړو برید – تلفات اوښتي

خبریال وېب پاڼه - د لندن په سویل لوېدیځ کې څېرمه ښارګوټي‌ ریډینګ کې په یوه مېله ائیز پارک کې پر عامو وګړو د چړو برید وشو . په برید کې د ګڼو کسانو د ټپي کېدو خبر ورکړل شوی ، البته عیني‌ شاهدان وايي چې لږ ترږه ددرې کسان یې لیدلي‌چې په ډېر بد…

روان کال کې به د زعفرانو حاصلات ۲۰ ټنو ته ورسیږي

خبریال وېب پاڼه/ په روان کال کې به د زعفرانو د تولید کچه لوړه اوسي. د افغانستان د کرنې اوبو لګونې او مالدارۍ وزارت وايي په روان کال به د زعفرانو حاصلات له ۲۰ ټنو څخه زیات شي. د کرنې وزارت وايي چې سږ کال د هېواد په بېلا بېلو ولایتونو…

په کابل کې د امریکا سفارت ۲۰ ډیپلوماتان کرونا نیولي

خبریال وېب پاڼه/د کرونا په دې ځپل شوي چاپېریال کې په کابل کې د امریکا سفارت ته هم کروا وبا ننتولې ده او شاوخوا شل کسان یې نیولي دي. په کابل کې د امریکا شاوخوا ۲۰ ډیپلوماتان او اداري کار کوونکي په کرونا با اخته شوي دي. د دغه سفارت ویاندې…

حنیف اتمر سبا یکشبنې له خپل ایراني سیال سره ګوري

خبریال وېب پاڼه/ټاکل شوې ده سبا یکشنبې حنیف اتمر ایران ته سفر وکړي او د دغه هېواد د بهرنیو چارو له وزیر سره د افغان مهاجرینو په موضاتو خبرې کوي. وروسته له هغه چې په ایران کې د ځپل شویو افغان مسافرو موضوع سړه شوه، ټاکل شوې ده سبا یکشنبې د…

طالبانو د دایکندي کجران ولسوالۍ پورې اړوند د سورلۍ ډک موټرونه برمته کړي

خبریال وېب پاڼه/ طالبانو په هلمند ولایت کې د خپل کنټرول لاندې سیمه کې د دایکندي کجران ولسوالۍ پورې اړوند د مسافرو ډک موټرونه برمته کړي. په دې موټرونو کې د مسافرینو شمېر ٥٣ تنو ته رسیږي چې ٣٥ ښځې او ماشومان هم په کې شامل دي. د دایکندي…

القایدې په افریقا کې د خپل رهبر وژل کېدل تائید کړل

خبریال وېب پاڼه/القایدې د افریقا په شمال کې د فرانسوي ځواکونو لخوا د خپل رهبر عبدالمالک دروکدال وژل تائید کړل. القایدې نړیوالې ترهګرې ډلې د افریقا په شمال کې د فرانسوي ځواکونو لخوا د خپل رهبر عبدالمالک دروکدال وژل تائید کړل.فرانسې شاوخوا…

نړیوالو مېرمنو ته د افغان مېرمنو پرانیستی لیک

خبریال وېب پاڼه/ افغان مېرمنو په یوه لیک کې د طالبانو سره د خبرو په لړ کې لاس ته راغلو حقونو بېرته تللو په اړه انديښنه ښودلې ده. د افغانستان مېرمنو ایتلاف په یوه سر خلاصي لیک کې د نړۍ مېرمنو لکه نانسي پلوسي، انګلا میرکل، کیلي ګرفت، ان…
koi finance