The news is by your side.
د برخي‌ پلټل

خبرونه

خبریال ویب پاڼه په دغه برخه کې د پاڼې ټول مطالب را نغاړي ، که غواړئ چې د هري‌برخي له مطالبو خبر شئ ، هیله ده دا برخه وڅارئ

پاکستان: ترهګري د نړۍ امنیت ته ګواښ دی

خبریال وېبپاڼه: د ایراني چارواکو څرګندونو ته په غبرګون کې پاکستان ویلي، چې ترهګري د سیمې او نړۍ امنیت ته لوی ګواښ پېښوي. د ایران دولتي خبري اژانس، ایرنا د یکشنبې په ورځ د خپل هېواد د کورنیو چارو وزیر احمد وحیدي په قول وویل، چې پاکستان دې…

جان اڅکزی: پر کونړ سیند بند جوړول د پاکستان دښمني په سر اخیستل دي

خبریال وېبپاڼه: د پاکستان د بلوچستان ایالتي ادارې د اطلاعاتو وزیر جان محمد اڅکزی وایي، چې که په افغانستان کې د طالبانو حکومت په یو اړخیزه توګه په کونړ سیند د بند جوړولو تکل وکړي، پاکستان به دا ګام له دوی سره د «دښمنۍ» په مانا وبولي.…

د کابل اوسېدونکي: طالبان رانه د کډوالو په نوم پیسې اخلي

خبریال وېبپاڼه: د کابل د دیارلسمې ناحیې اوسېدونکي ادعا کوي، چې طالبانو په تېرو دوو اونیو کې له پاکستانه ایستل شویو کډوالو ته د مرستې په نوم له دوی څخه په زور او ګواښونو پیسې اخیستې دي. دوی ویلي، چې مرستو ټولولو ته راغلي کسانو کې وسله وال…

اسټرالیا: افغانستان سره ۲۰ ملیونه ډالر مرسته کوو

خبریال وېبپاڼه: اسټرالیا وایي، چې د افغانستان د خلکو او هغو افغانانو د ملاتړ لپاره چې ګاونډیو هېوادونو ته کډوال شوي، ۲۰ میلیونه ډالره مرسته کوي. د اسټرالیا د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي، چې تازه یې په جینیوا کې د کډوالو په…

افغانستان کې د تېر کال په پرتله ناامني دوه سلنه زیاته شوې

خبریال وېبپاڼه: د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترش وايي، د دې کال د اګسټ له لومړۍ نېټې د اکتوبر تر ۲۲ مې په افغانستان کې ۱۴۱۴ امنیتي پېښې ثبت شوي دي چې د تېر کال د همدې مودې په پرتله دوه سلنه زیاتوالی ښيي. انتونیو ګوتریش د ملګرو ملتونو…

د زدکړو کمپاین غړې: غواړو د ملت په ادرس له طالبانو سره خبرې وکړو

خبریال وېبپاڼه: د نجونو د زده کړو د ملي کمپاین غړي وايي، دوی په پام کې لري چې د علمي شخصیتونو، مخورو او دیني عالمانو جرګه جوړه او د طالبانو له حکومت سره یې خبرو ته کېنوي. د دغه کمپاین د رسنیزې کمېټې مشرې زرکې ملیار که څه هم رسنیو سره…

د ندا پرواني له خوشې کېدو د بښنې نړیوال سازمان هرکلی کړی

خبریال وېبپاڼه: د بښنې نړیوال سازمان وايي، د طالبانو له بنده د ښځو د بشري حقونو مدافع ندا پرواني او د هغې د خاوند د خوشې کېدو هرکلی کوي. یاد سازمان پر خپله ایکس پاڼه لیکلي د مېرمن پرواني خوشې کېدل یو مثبت پرمختګ دی. د راپورونو له مخې، ندا…

بلوچ: د ټي ټي پي مشران لاس تړلي را وسپارئ

خبریال وېبپاڼه: د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت له طالبانو غوښتي چې د ټي ټي پي مشران لاس تړلي ور وسپاري. د یا وزارت ویاندې ممتاز زهرا بلوچ تېره ورځ یو خبري کنفرانس ته ویلي چې دوی له ټي ټي پي سره خبرې نه کوي؛ بلکې د دې پرځای باید طالبان دا…

انصار الجهاد ډلې د پاکستاني پولیسو پر مرکز د برید مسوولیت منلی

خبریال وېبپاڼه: انصار الجهاد ډلې د پاکستاني پولیسو پر مرکز د برید مسوولیت منلی. انصار الجهاد ډلې نن د خیبرپښتونخوا په ټانک سیمه کې د پولیسو پر یو مرکز برید وکړو، چې تر اوسه په کې د دوه پاکستاني سرتېرو وژل تائید شوي دي. باوري سرچینو ویلي…

ټانک سیمه کې د پاکستاني پولیسو په مرکز برید شوی

خبریال وېبپاڼه: د خیبرپښتونخوا په ټانک سیمه کې د پولیسو پر یو مرکز برید شوی، چې تر اوسه په کې د دوه پاکستاني سرتېرو وژل تائید شوي دي. باوري سرچینو ویلي، چې لومړۍ د درنو چاودونو غږونه اورېدل شوي او تر هغې وروسته برید پیل شوی. یاد برید نن…

د خوړو نړیوال پروګرام د اروپايي ټولنې د مرستې له اعلان هرکلی کړی

خبریال وېبپاڼه: د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام له افغانستان سره د اروپآيي ټولنې د ۲۵ میلیونه یوورو مرستې د اعلان هرکلی کړی. یادې ادارې ویلي چې دا نوې بسپنه به په افغانستان کې وږو او بې ځایه شویو کورنیو ته د خوړو په رسولو کې مرسته…

جان اچکزي ته د افغانانو غوصه؛ امریکا ستاسې په خوله پیاز هم نه خوري

خبریال وېبپاڼه: د بلوچستان د اطلاعاتو لنډ مهالي وزیر جان اچکزي وروستیو څرګندونو د ګڼ شمېر افغانانو غوصه راپارولې. د ټولنیزو رسنیو ګڼ شمېر افغان کاروونکو ویلي، چې هیڅوک نه شي کولای د افغانستان ځمکنۍ بشپړتیا ته په ټیټه سترګه وګوري. افغان…
koi finance