د هند پیاوړي لوبغاړي بیرته تمریناتو ته ستون شوي

خبریال وېبپاڼه / په انګلستان کې د ويرات کوهلي په کپتانۍ کې د هند کرکټ ملي لوبډلي ټيسټ لوبډلې لپاره ښه خبر دادی چې د يادې لوبډلې د اوږد فارمټ مرستيال کپتان اجېنکيا رېحانی جوړ او د لوبډلې له تمريناتې کيمپ سره يوځای شوی.

وروسته له هغې چې د هند لوبډلې د تمريناتو پرمهال  دري لوبغاړي اوپنر بيټسمين شبمن ګېل، الراونډر واشنګټن سونډر او فاسټ بالر اويش خان ټ.پيان شول او له کوربه انګلستان سره له لوبو بهر شول، نو هند کرکټ بورډ يې پر ځای د يادې لوبډلې د منجمنټ د غوښتنې په اساس دوه نور لوبغاړي ځوان اوپنر پرتيف شوو او مېډل ارډر بيټسمين سوريکمار يادف انګلستان ته ليږي.

بلخوا راپورونه ورکړل شوې و چې د هند لوبډلې د ټيسټ فارمټ کپتان اجېنکيا رېحانی په چپه پښه کې ټ.پ لري او معلومه نه ده چې بيرته به له لوبډلې سره يوځای شي يا نه.

خو هندي رسنیو تازه خبر ورکړی چې اجېنکيا ښه شوی او د لوبډلې له تمريناتې کيمپ سره يوځای شوی.
بلخوا ويل کيږي چې پرتيف شوو او سوريکمار يادف په انګلستان کې سخت قرنطين په مخ کې لري او ممکن د انګلستان په وړاندې په لومړۍ ټيسټ لوبه کې ونه لوبېږي.

ياده دې وي چې د هند کرکټ ملي لوبډلي او کوربه انګلستان کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ به د پنځه ټيسټ لوبو د سيريز پيل د راتلونکې اګست مياشتې په څلورمه نېټه وشي.

Leave A Reply

Your email address will not be published.

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. Accept Read More

WP2Social Auto Publish Powered By : XYZScripts.com