خبریال وېبپاڼه / د یو شمیر ورکړل شوو راپورونو په اساس چې له حضرت ځاځي او نور علی ځدران وروسته ځینې نور لوبغاړي هم ښايي ملي لوبډلې ته ور اضافه شي ترڅو د پاکستان په وړاندې لوبو کې ګډون وکړي.
که څه هم تر دې مهاله پرته له حضرت الله ځاځی او نور علی ځدران پرته بل چا نوم نه دی په ډاګه شوی خو داسې ویل کیږي چې ممکن یو یا دوه نور پخواني او په اصطلاح تجربه لرونکي لوبغاړي د ملي لوبډلې اعلان شوي نوملړ ته ور اضافه شي.
د پاکستان په وړاندې لوبو ته څو ورځې وړاندې لوبډله اعلان شوه چې پرته له محمدنبي بل هیڅ پخواني لوبغاړي پکې شتون نه درلود خو اوس ویل کیږي چې لوبډله کې تغیرات راتلونکي دي.
د لوبډلې په سر د جنجالونو او بحثونو په پایله کې څو ورځې وړاندې د کرکټ د غوراوي ډیپارټمنټ مشر اسدالله خان هم له دندې ګوښه شو.
په هغه تور دی چې په لوبډله کې یې ډلې جوړولې خو اسدالله خان یاد تورونه ردوي او وايي چې د لوبډلې په ټاکلو کې پوښتل شوی نه دی.
د پآکستان په وړاندې لوبو ته په افغان ملي لوبډله کې داسې مهال د تغیراتو خبره کیږي چې نږدې راتلونکې کې به لوبغاړي د پاکستان سره د لوبو لپاره سرېلانکا ته لاړ شي او هلته به د یادو لوبو لپاره لوبډله د ښه چمتووالي په موخه تمریناتي کیمپونه ولري.