خبریال وېبپاڼه / پاکستان کرکټ بورډ: د هند کرکټ بورډ کړنې به نه وزغمو، نه به يې بې ځوابه پريږدو.
د پاکستان کرکټ بورډ وروسته له هغي چې په کشمير غوره ليګ کې بهرنيو لوبيدونکو لوبغاړو ته د هند کرکټ بورډ اخطار ورکړ، غبرګون ښودلی دی.
همدارنګه د پاکستان کرکټ بورډ زیاته کړي چې د هند کرکټ بورډ يو ځل بيا له نړيوالو اصولو سرغړونه کړې ده او دوی به دا کړنه بې ځوابه پرینږدي.
“د هند کرکټ بورډ دا کړنه چې کرکټ نړيوالې شورا غړو هيوادونو ته يې اخطار ورکړی د نړيوالو نورمونو خلاف کار دی، مونږ به په دې تړاو د کرکټ نړيوالې شورا د قوانينو مطابق چلند وکړو”.
د پاکستان کرکټ بورډ وروسته له دې خورا توند غبرګون وښوده چې په کشمير غوره ليګ کې لوبيدونکي د سویلي افریقا هرشل ګيبز وويل د هند کرکټ بورډ اخطار ورکړی چې ياد ليګ کې ونه لوبيږي.
د کشمير غوره ليګ لومړی پړاو د پخوانيو بهرنيو لوبغاړو په ګډون د آګست میاشتې په شپږمه نيټه د پاکستان تر ولکې لاندې کشمير کې پيلیږي