د افغان کرکټ لوبډلې لپاره د ویاړ خبر

خبریال وېبپاڼه /د افغانستان کرکټ ملي لوبډلي تېر شو پنځو کالو کي د اسيا په کچه يي تر ټولو غوره توپ‌وهنه ترسره کړې.

سره له دې چې د افغان کرکټ لوبډلي لوبغاړو د کرکټ په ټولو فارمټونو کې افغان توپ وهونکي هغومره ښه نه دي لکه څومره چې بالران پياوړي دي خو بيا هم په شل اوریزه لوبو کې يې تېر پنځه کاله اسيا کې تر ټولو غوره توپ‌وهنه کړې ده.

همدارنګه د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې د زیات شمیر بهترينه هټرانو په درلودلو سره تېر پنځه کاله په اسيا کې د بشپړ غړيتوب لرونکو هيوادونو ترمنځ په تر ټولو لوړ رن رېټ ۳۱ سره لوبې ترسره کړي دي.

د افغانستان د ۸.۷۴ رن ريټ وروسته بيا هند دويم هيواد دی چې په لوړ رن ريټ سره يې اسيا کې لوبې کړي دي. د هند رن رېټ (په يو اوور کې منډې) ۸.۴۹ دی.

په دې لړ کې تر ټولو په خراب رن رېټ بيا د استراليايي لوبډلې دی. يادې لوبډلې نن هم د بنګله ديش په وړاندې شل اورونو کې يوازې ۱۲۱ منډې وکړې او خپله دويمه لوبه يې هم کوربه هيواد ته وبايلله.

که څه هم افغان لوبډلې د غوره لوبډلو په وړاندې ډيرې لوبې نه دي کړي خو باور دا دی چې په اسيا کې د ښه ريکارډ په درلودلو به راتلونکي نړيوال جام کې ښې لوبې نندارې ته وړاندې کړي.

افغانستان کرکټ ملي لوبډلي خپله لومړۍ یورځینۍ لوبه په کال ٢٠٠٩ د اپریل په ١٩ د سکاټلینډ پر وړاندي يي ترسره کړه، همدارنګه يي وروستي یورځیني لوبه يي بیا په کال ٢٠٢١ د جنوري په ٢٦ مه يي د ایرلینډ پر وړاندي يي ترسره کړه، افغانستان کرکټ ملي لوبډلي ټولي ١٢٩ یورځيني لوبي يي ترسره کړي دي چي د یادو ١٢٩ یورځینو لوبو څخه يي ٦٢ یي کټلي او ٦٣ لوبي يي بیا بایللي.

افغانستان کرکټ ملي لوبډله د کرکټ نړیوالي شورا د یورځینو لوبو په درجه بندي کي لسم مقام لري.

همدارنګه د افغانستان کرکټ ملي لوبډلي خپله لومړۍ شل اوریزه لوبه يي په کال ٢٠١٠ د فبروري په ١٠ د ایرلینډ پر وړاندي يي ترسره کړه، همدارنګه يي وروستي یورځیني لوبه يي بیا په کال ٢٠٢١ د مارچ په ٢٠ مه يي د زیمبابوي پر وړاندي يي ترسره کړه، افغانستان کرکټ ملي لوبډلي ټولي ٨٤ یورځيني لوبي يي ترسره کړي دي چي د یادو ٨٤ یورځینو لوبو څخه يي ٥٨ یي کټلي او ٢٥ شل اوریزي لوبي يي بیا بایللي.

افغانستان کرکټ ملي لوبډله د کرکټ نړیوالي شورا د شل اوریزو لوبو په درجه بندي کي اووم مقام لري.

د یادولو وړ ده چي د افغانستان کرکټ ملي لوبډلي خپله لومړۍ ټیسټ لوبه يي په کال ٢٠١٨ د هندوستان کرکټ ملي لوبډلي پر وړاندي يي ترسره کړه، همدارنګه يي وروستي ټیسټ لوبه يي بیا په کال ٢٠٢١ د يي د زیمبابوي پر وړاندي يي ترسره کړه، افغانستان کرکټ ملي لوبډلي ټولي ٦ ټیسټ لوبي يي ترسره کړي دي چي د یادو ٦ ټیسټ لوبو څخه يي ٣ ټیسټ لوبي یي کټلي او ٣ لوبي يي بیا بایللي.

افغانستان کرکټ ملي لوبډله د کرکټ نړیوالي شورا د ټیسټ لوبو په درجه بندي کي لسم مقام لري.

Leave A Reply

Your email address will not be published.

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. Accept Read More

WP2Social Auto Publish Powered By : XYZScripts.com