استرالیاوي لوبغاړي په خپله لومړۍ لوبه کي ستر ریکارډ جوړ کړه

خبریال وېبپاڼه / د استرالیا کرکټ ملي لوبډلي ځوان توپ اچونکي نتن الیس په خپله لومړۍ لوبه کې د بنګله دیش کرکټ ملي لوبډلي پر وړاندي يي ستر ریکارډ جوړ کړ.

د استرالیا کرکټ ملي لوبډلي او بنګله دیش کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ د پنځو شل اوریزه سیالیو په سریز کي د دواړو لوبډلو ترمنځ دریمه لوبه ترسره شوه چې پکې ځوان توپ اچونکي نتن الیس ستر ریکارډ جوړ کړ.

نتن الیس د نړۍ په کچه لومړی توپ اچونکي شو چې په خپله لومړی «ډېبیو» لوبه کې هیټریک یا پرلپسې په درې توپونو باندي يي درې ویکټې ترلاسه کړي.

الیس انتن توپ اچونکي د لوبې په وروستي اور کې د محمود الله، مهیدي حسن او مستفیظ الرحمان ویکټو په اخیستو سره هیټریک ترلاسه کړ.

همدارنګه د یادولو وړ ده چې په یاده لوبه کې بنګله دیش کرکټ ملي لوبډلي د استرالیا کرکټ ملي لوبډلي ته د ۱۲۸ منډو هدف وټاکۀ، د پنځو شل اوریزه سیالیو لړۍ لومړۍ دوه لوبې کوربه بنګله دیش کرکټ ملي لوبډلي په خپل نوم کړي.

د دواړو لوبډلو ترمنځ د تیري لوبي جزییات.

د دواړو لوبډلو ترمنځ د لومړۍ شل اوریزي لوبي ټاس یا بچه د اسټرالیا کرکټ ملي لوبډلي وکټله او د توپ وهني بلنه يي غوره کړه.

د اسټرالیا کرکټ ملي لوبډلي په ټاکل شوو شل اورونو کي يي د اووه لوبغاړو په زیان يي ١٢١ منډې ترلاسه کړي او بنګله دیش کرکټ ملي لوبډلي ته یي د ١٢٢ منډو هدف ورکړه.

د اسټرالیا کرکټ ملي لوبډلي لپاره په توپ وهني کي میچل مارش او موسیس غوره توپ وهنه ترسره کړه، میچل مارش په ٤٢ توپونو باندي يي ٤٥ منډې ترلاسه کړي او میوسیس بیا په ٢٥ توپونو باندي يي ٣٠ منډې يي ترلاسه کړي.

د بنګله دیش کرکټ ملي لوبډلي لپاره په توپ اچونه کي مستفیض الرحمن دري ویکټې او شریفول اسلام دوه ویکټې ترلاسه کړي.

بنګله دیش کرکټ ملي لوبډله وتوانیده چي یاد هدف ته ځان ورسوي، د پنځو لوبغاړو په زیان يي په ١٨.٤ اورونو کي يي ١٢٣ منډې ترلاسه کړي او اسټرالیا کرکټ ملي لوبډلي ته يي په پنځو ویکټو ماتې ورکړه.

، د بنګله دیش کرکټ ملي لوبډلي لپاره په توپ وهنه کي افیف حسین او شکیب الحسن غوره توپ وهنه ترسره کړه، افیف حسین په ٣١ توپونو باندي يي ٣٧ ناسوځیدلي منډې او شکیب الحسن په ١٧ توپونو باندي يي ٢٣ منډې ترلاسه کړي.

د لوبي غوره لوبغاړي بنګله دیشي لوبغاړي افیف حسین وټاکل شو نوموړي په ٣١ توپونو باندي يي ٣٧ منډې ترلاسه کړي.

Leave A Reply

Your email address will not be published.

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. Accept Read More

WP2Social Auto Publish Powered By : XYZScripts.com