خبریال وېبپاڼه / د اسټرالیا کرکټ ملي لوبډلي او د بنګله دیش کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ د د بنګله دیش په کوربه توب د دواړو لوبډلو ترمنځ د پنځو شل اوریزو لوبو سریز پیل شوي وه.
د دواړو لوبډلو ترمنځ د یاد سریز لومړۍ دري لوبي يي د بنګله دیش کرکټ لوبډلي وکټلي او د اسټرالیا کرکټ ملي لوبډلي څخه د شل اوریزو لوبو سریز يي وکټه دا لومړي ځل دي چي بنګله دیش کرکټ ملي لوبډله د اسټرالیا کرکټ ملي لوبډلي څخه د شل اوریزو لوبو سریز کټي.
د دواړو لوبډلو ترمنځ د دریمي شل اوریزي لوبي ټاس یا بچه د بنګله دیش کرکټ ملي لوبډلي وکټله او د توپ وهني بلنه يي غوره کړه.
د بنګله دیش کرکټ ملي لوبډلي په ټاکل شوو شل اورونو کي يي د نهو لوبغاړو په زیان يي ١٢٧ منډې ترلاسه کړي او اسټرالیا کرکټ ملي لوبډلي ته یي د ١٢٨ منډو هدف ورکړه.
د بنګله دیش کرکټ ملي لوبډلي لپاره په توپ وهني کي محمد اللہ او شکیب الحسن غوره توپ وهنه ترسره کړه، محمد اللہ په ٥٣ توپونو باندي يي ٥٢ منډې ترلاسه کړي او شکیب الحسن بیا په ١٧ توپونو باندي يي ٢٦ منډې يي ترلاسه کړي.
د اسټرالیا کرکټ ملي لوبډلي لپاره په توپ اچونه کي نیتن ایلس دري ویکټې او چوش هیزلوډ دوه ویکټې ترلاسه کړي.
اسټرالیا کرکټ ملي لوبډله ونه وتوانیده چي یاد هدف ته ځان ورسوي، د څلورو لوبغاړو په زیان يي په ٢٠ اورونو کي يي ١١٧ منډې ترلاسه کړي او بنګله دیش کرکټ ملي لوبډلي اسټرالیا کرکټ ملي لوبډلي په شپږو ویکټو ماتې ورکړه.
د لوبي غوره لوبغاړي بنګله دیشي لوبغاړي محمد اللہ وټاکل شو نوموړي په ٥٣ توپونو باندي يي ٥٢ منډې ترلاسه کړي.
همدارنګه د یادولو وړ ده چي په دریمه شل اوریزه لوبه کي د استرالیا کرکټ ملي لوبډلي ځوان توپ اچونکي نتن الیس په خپله لومړۍ لوبه کې د بنګله دیش کرکټ ملي لوبډلي پر وړاندي يي ستر ریکارډ جوړ کړ.
د استرالیا کرکټ ملي لوبډلي او بنګله دیش کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ د پنځو شل اوریزه سیالیو په سریز کي د دواړو لوبډلو ترمنځ دریمه لوبه ترسره شوه چې پکې ځوان توپ اچونکي نتن الیس ستر ریکارډ جوړ کړ.
نتن الیس د نړۍ په کچه لومړی توپ اچونکي شو چې په خپله لومړی «ډېبیو» لوبه کې هیټریک یا پرلپسې په درې توپونو باندي يي درې ویکټې ترلاسه کړي.
الیس انتن توپ اچونکي د لوبې په وروستي اور کې د محمود الله، مهیدي حسن او مستفیظ الرحمان ویکټو په اخیستو سره هیټریک ترلاسه کړ.