سل بالیز لیګ کي قیس احمد غوره توپ اچونه ترسره کړي

خبریال وېبپاڼه / د انګلستان په سل بالیز کرکټ لیګ کي تیره شپه د دوه افغان لوبغاړو د لوبډلو ترمنځ چي ویلش فایر او ټرینټ راکیټس لوبډلو ترمنځ لوبه ترسره شوه.

چي د یادو لوبډلو ترمنځ لومړني توپ وهنه د ویلش فایر لوبډلي ترسره کړه چي په ټاکل شو سل توپونو باندي يي ١٣٩ منډې ترلاسه کړي.

د ویلش فایر لوبډلي لپاره په توپ وهنه کي ګلین فلیبس بهترینه توپ وهنه ترسره کړه نوموړي د خپلي لوبډلي لپاره ٥٠ منډې ترلاسه کړي.

د ټرینټ راکیټس لوبډلي لپاره په توپ اچونه کي وهاب ریاض د قیس احمد په شمول څلور لوبغاړي وسوځول خو افغان لوبغاړي راشد خان په شلو توپونو باندي يي د ٢٩ منډې ورکولو سره يي د ټرینټ راکیټس لوبډلي لپاره کومه ویکټه ترلاسه نه کړه.

ټرینټ رایکټس لوبډله وتوانیده چي یاد هدف د څلورو لوبغاړو په سوځیدو سره په ٩٠ توپونو ترلاسه کړي او ١٤٠ منډې يي جوړي کړي.

ټرینټ راکیټس لوبډلي لپاره په توپ وهنه کي سمیټ پټیل غوره توپ وهنه ترسره کړه نوموړي په ٢٠ توپونو باندي يي ٤٦ منډې ترلاسه کړي او لوبډله يي تر بریا ورسوله.

د ویلش فایر کرکټ لوبډلي لپاره َپه توپ اچونه کي افغان لوبغاړي قیس احمد غوره توپ اچونه ترسره کړه نوموړي په شل توپونو باندي يي د ٢٣ منډو په ورکولو سره يي دوه مهم لوبغاړي وسوځول، نوموړي د ډیویډ میلان او الیکس هیلز ویکټې ترلاسه کړي.

د یادي لوبي غوره لوبغاړي د ټرینټ راکیټس لوبډلي لوبغاړي سميټ پټیل ونومول شو نوموړي د ټرینټ راکیټس کرکټ لوبډلي لپاره په توپ وهنه کي په ٢٠ توپونو باندي يي ٤٦ منډې ترلاسه کړي وي.

د انګلستان سل بالیز کرکټ لیګ چې د جولای د میاشتي په ۲۲ مه نېټه د اته لوبډلو په ګډون پیل شوي، په سل بالیز کرکټ لیګ کي چي څلور افغان لوبغاړي هم برخوال دي.

همدارنګه سل بالونو کرکټ لیګ سیالۍ به د اګسټ د میاشتي په ۲۱ مه نېټه پای ته رسېږي.

Leave A Reply

Your email address will not be published.

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. Accept Read More

WP2Social Auto Publish Powered By : XYZScripts.com