ښه خبر: د شپږیزي لیګ ټولي لوبډلې وپیرل شوي

خبریال وېبپاڼه / د افغانستان د مهمو داخلی شل اوریزو لوبو ستري لوبي یا شپږيزه کرکټ لیګ کې ټولې شاملي لوبډلي شپږ لوبډلې دي چي د شپږیزي لیګ شپږ واړع لوبډلي د تجارانو له لوري وپيرل شوې او د افغانستان کرکټ بورډ اداريہ له لوري ورسره تیره ورځ تړونونه امضاء شول.

د رسنیو د یو شمیر معلوماتو له مخې د د حتیځ زون یا مشرقي زون لوبډله سپين غر کرکټ لولډله د ملي سوداګر عصمت اللہ سنګین لخوا واخیستل شوه، د مس عينک کرکټ لوبډله په ولسي جرګه کې د پکتیکا د خلکو استازي محمد ميرزا کټوازي له لوري واخیستل شوه، کابل بازانو لوبډله د بیا ځل لپاره د عبدالطيف ايوبي او درې نورې بوست، امو او بند امير لوبډلې د نورو پانګوالو له لخوا اخیستل شوي دي.

که څه هم تر دې مهاله کره معلومات نشته چې لوبډلې په څومره مبلغ پلورل شوي خو ويل کيږي چې په پروسه کې شفافيت موجود وو او ټولو ګټونکو او بايلونکو پانګوالو ته د پېر او پلور ياده پروسه د منلو وړ وه.

د راپورونو له مخې د شپږيزې کرکټ سياليو اتم پړاو سیالۍ به د سپټمبر مياشتې د لسمې او پنځه ويشتمې نيټې تر منځ ترسره شي.

همدارنګه تراوسه پوري داسي معلومات هم نشته چې یادي لوبډلې په څومره اندازه پلورل شوي خو ويل کيږي چې په پروسه کې شفافيت موجود وو او ټولو ګټونکو او بايلونکو پانګوالو ته د پېر او پلور ياده پروسه د منلو وړ وه.

Leave A Reply

Your email address will not be published.

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. Accept Read More

WP2Social Auto Publish Powered By : XYZScripts.com