آیا د آلوبالو له ګټو خبر یاست، آلوبالو د پښو د پړسوپ ترڅنګ د زیاتو ناروغیو لپاره ګټوره ده

خبریال وېبپاڼه / په طبیغت کې داسي میوي شتون لري چي د زیاتو مرضونو لپاره ګټوري دي، چي یو له یادو میوو څخه آلوبالو هم دي، آلوبالو یا ګیلاس هغه میوه ده چي په زیاته اندازه يي په تازه ډول استعمالیږي.

آلوبالو د مفصلونو د درد سر بیره د پښو پړسوپ درملنه کوي همدارنګه آلوبالو یا ګیلاس د ویني د پاکوالي ترڅنګ د بدن په تازه کي هم مهم رول لري.

ګیلاس یا آلوبالو د زیاتو روغتیایي ستونزو ترڅنګ د آلوبالو زیات استعمال په بدن کي د اوریک اسیدونو کمښت راولي د پښو د درد په مخنیوي هم رول لري.

همدارنګه د روغتیا پوهانو په باور چې د آلوبالو خوړل د پښو د درد او پړسوب د اغېزو په اړه زیاته کړې ده، چې نه یوازي تازه ګېلاس بلکې د وچو شوو ګېلاسو اوبه کولی شي د پښو درد او پړسوب په ښه کېدو کې ښه مرسته وکړي

د مفصلونو درد او پښو پړسوب ناروغۍ د وینې په جریان کې د ډېرو اوریک اسیدونو له کبله رامنځته کېږي، چي بیا وروسته دغه اوریک اسیدونه د مفصلونو په شاوخوا کې یو ځای کېږي او د پښو شدید درد د رامنځته کیدو لامل کرځي کيږي، چې نن سبا د پښو د درد او پړسوب ناروغي ډېره عامه شوې هم ده.

د طب برخې کارپوهانو په وینا په ګیلاس کي یو ډول انزایم شته، چي له بدن څخه د اوریک اسیدونو په را ویستو کې مرسته کوي.

د پښو درد د د ناروغۍ د مخنیوي لپاره په ورځیني ډول د ګیلاسو اته جامه اوبه وڅښئ.

په ټولیز ډول د مفصلونو درد او د پښو پړسوب ناروغۍ په سلو کې ۷۵ سلنه یې نارینه او او ۲۵ سلنه یې ښځینه دي، چې په ښځو کې د مفصلونو د درد څخه د ژغورلو یو لامل په دوی کې د استروژن هورمونونه دي، چې د اوریک اسیدونو کچه راټيټوي.

Leave A Reply

Your email address will not be published.

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. Accept Read More

WP2Social Auto Publish Powered By : XYZScripts.com