د ټیټ فشار لامل او درملنه

خبریال وېبپاڼه / د انسان د عمر په تیریدو سره په انسانانو کې زیات شمیر مرضونه راپیداکږي چي یو هم له هغو د فشار تکلیف دي چی فشار هم ټیټ فشار لري او هم جک فشار لري.

د ویني د فشار د ټیټدو مقصد دا وي چي د زړه څخه د بدن نورو برخو ته د ویني په حرکت کې موشکل پیداکیږي او وینه له زړه څخه د بدن نورو برخو ته په ځنډ او کم وخت کې رسیږي، چي د ویني ټیټ فشار د بیلابیلو نورو روعتیایي ستونزو لامل هم کرځي چي یادي ستونزي چي د بیلګي په ډول يي ووایو لکه نا آرمي، بي هوشي، سر کرځیدل، د بدن د ځینو برخو کي درد رامنځته کیدل او داسی نور روعتیايي ستونزي رامنځته کوي.

زیات شمیر خلک د ویني اوچت فشار له ټیټ فشار څخه حطرناک بولي، خو که ولیدل شي نو ټیټ فشار هم د لوړ فشار څخه بي حطره نه ده.

ټیټ فشار هم د لوړ فشار په شانتي زیاتي ستونزي رامنځته کوي لکه د ماعي سکته رامنځته کوي همدارنګه ټیټ فشار د زړه د حملي ترڅنګ د پښتورګو حتمولو موشکل هم پیداکوي.

د فشار د ښکته کیدو یا د فشار د ټیټدو زیات شمیر لاملونو دي،

لومړي: کله چي د انسان بدن د اوبو له کمښت سره مخ شي نو د فشار ستونزه رامنځته کیږي او د انسان فشار ټیټیږي.

دوهم: د ویني د کمښت سره هم د فشار ستونزه رامنځته کیږي او د انسان فشار د ویني د کمښت په صورت کي ټیټیږي.

همدارنګه د ویني د فشار ټیټیدو نور لاملونه د خوراکي توکو بدلون، ذهني فشار، او د ځینو خپل سره درملو خوړولو سره هم د انسان د فشار موشکلات پیداکیږي او ورسره د انسان فشار ټیټیږي.

مناسب یا برابر فشار د اتیا او یوسلو شلو ترمنځ وي،

چې کموالی یا زیاتوالی هم پکې راتللی شي، خو د ډېرې زیاتې کمۍ په نتیجه کې یې باید درملنه وشي.

د فشار د ټیټېدو سببونه ډېر دي، چې له هغې جملې د اوبو کمښت، د خوراکي توکو بدلون، لوبې، د وینې کمښت، ذهني فشار، د وینې کم شکر او د ځینو درملو استعمال دی.

د ټیټ فشار درملنه.

د اوبو کمښت د انسان بدن لپاره تاواني ګڼل کېږي، د ویني په جریان کې ستونزې پیدا کوي او د وینې فشار ټیټوي. نو ددې لپاره اوبه لورنکي توکي ډېر استعمال کړئ.

په ځانګړي ډول هغه توکي چې خواږه وي نو وینه خپل حالت ته راولي او په ورزش کولو سره نور هم ښه کېدلی شي. لکه مالګې، جوشاندې او قهوې څخه هم ګټه پورته کولی شو.

Leave A Reply

Your email address will not be published.

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. Accept Read More

WP2Social Auto Publish Powered By : XYZScripts.com