یو شمیر مهم پاکستاني لوبغاړو د افغانستان پر وړاندي يي د نه لوبیدو غوښتنه کړي

خبریال وېبپاڼه / د پاکستان ويکټ ساتونکی محمد رضوان وايي چې يو شمېر پاکستاني لوبغاړي له ډير وخت راهيسي په بايو ببل يا خوندي چاپيريال کې په لوبو کولو بوخت دي، نو غوره ده چې لږ ارام ورکړل شي.

“مونږ لږ ارام ته اړتيا لرو ترڅو څو په ښه ډول نړيوال جام ته چمتو شو، نو ځکه يو شمېر لوبغاړو له بورډ څخه غوښتي چې د افغانستان په وړاندې لوبو کې دمه ورکړل شي”.

محمد رضوان داسې مهال دا خبرې کوي چې له دې وړاندې پاکستاني رسنیو ویلي وو، بابر اعظم، محمد رضوان، شاهين افريدي او فهيم اشرف هغه لوبغاړي دي چې د افغانستان په وړاندې لوبو کې به برخه ونه لري.

له بلې خوا د افغانستان کرکټ بورډ وايي چې دوی د پاکستان په وړاندې لوبو ته ټول لوژیستیکي تياری نيولی او له اړونده چارواکو سره په خبرو بوخت دي تر څوک لوبډله سرېلانکا ته ولېږدوي.

د یادونې وړ ده چې د افغان لوبډلې يو شمېر لوبغاړي دا مهال کابل لوبغالي کې يادو لوبو ته په تمريناتو بوخت دي او پاکستاني لوبغاړي بيا سبا په لاهور کې تمرينات پيلوي.

Leave A Reply

Your email address will not be published.

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. Accept Read More

WP2Social Auto Publish Powered By : XYZScripts.com