له نیوزیلنډ وروسته اسټرالیا هم نړیوال جام ته خپله لوبډله اعلان کړه

خبریال وېبپاڼه / داچې د کرکټ شل‌اوریزه نړیوال جام ته کمي ورځې پاتې دي، اسټرالیا کرکټ بورډ اوس لا ورته د ښه چمتوالي په موخه خپله ۱۵ کسیزه لوبډله اعلان کړه، چې په دې سره په راتلونکې نړیوال جام کې د ګډونوالو ۱۶ لوبډلو له ډلې اسټرالیا تر نیوزیلنډ وروسته دویم هیواد شو، چې ورته لوبډله اعلانوي.

د اسټرالیا اعلان شوې ۱۵ کسیزه لوبډله

ایرون پینچ لوبډلمشر، ډیویډ وارنر، سټیو سمیت، ګلین مکسویل، میچل مارش، متیو وېډ، ایشټن آګر، پات کومینز، میچل سټارک، کېن ریچارډسن، ادم زیمپا، جوش هزلووډ، مارکووس سټونس، میچل سویپسون او جوش انګلیس.

احتیاطي لوبغاړي: ډان چریسټن، نتن آیلز او دانیل سامز.

د کرکټ شل اوریزه نړیوال جام راتلونکی پړاو

ټاکل شوې وه د ۲۰۲۰م کال د کرکټ شل اوریزه نړیوال جام د هند په کوربتوب ترسره شوی وای، خو د کورونا له امله وځنډول شو او اوس به د یاد هیواد پرځای په متحده عربي اماراتو کې ترسره شي.

o

د کرکټ شل اوریزه نړیوال جام به د روان ۲۰۲۱م کال د اکتوبر میاشتې له ۱۷مې بیا د نوومبر میاشتې تر ۱۴مې نېټې پورې ترسره شي.

دا لوبې به د متحده عربي اماراتو په دوبۍ، ابوظبۍ او شارجه ښارونو کې ترسره شي.

Leave A Reply

Your email address will not be published.

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. Accept Read More

WP2Social Auto Publish Powered By : XYZScripts.com