افغانستان د پاکستان پر وړاندي

خبریال وېبپاڼه / بهترین چانس؛ د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې پر وړاندې سیالیو کې د پاکستان ۴ مهم لوبغاړي نه لوبیږي.

د ایسفاین کریک انفو وېبپاڼي د راپور له مخې د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې پر وړاندې راتلونکو دریو یوورځنیو لوبو کې د پاکستان ملې لوبډلې څلور مهم لوبغاړي بابراعظم، محمدرضوان، شاهین افریدي او حسن علي نه لوبیږي.

د یاد راپور له مخې دوی؛ ځکه نه لوبیږي، چې د خپل کرکټ بورډ څخه یې د استراحت غوښتنه کړې او بورډ هم ورته اجازه ورکړې.

راپور کې راغلې، چې محمدرضوان په یوه خبري کنفرانس کې وویل:

‹‹موږ په دوامداره توګه سیالۍ وکړې او اړتیا مو درلوده، چې استراحت وکړو، خوشبختانه کرکیټ بورډ زموږ دا غوښتنه ومنله. زموږ اصلي تمرکز به راتلونکی شل اوریزه نړیوال جام ته وي، ترڅو استراحت وکړو او ورته روحي او فزیکي چمتو واوسو.››

افغان کرکټ ملې لوبډلې د پاکستان پر وړاندې راتلونکو دریو یوورځنیو لوبو ته د چمتوالي په موخه وړمه ورځ کابل کې تمریناتي کمپ پیل کړ.

د افغانستان د کرکټ بورډ ویاند محمد فرید هوتک ویلې، افغان کرکټ ملې لوبډله د پاکستان پر وړاندې راتلونکو دریو نړیوالو یو ورځنیو لوبو ته پوره چمتو ده، چې د پروازونو د پیل کېدو سره سم به ډېر ژر سریلانکا هیواد ته سفر وکړي.

ټاکل شوې د کرکټ نړیوالې شورا د سوپرلیګ سیالیو په لړ کې افغان کرکټ ملې لوبډله درې یو ورځنۍ لوبې د پاکستان کرکټ ملې لوبډلې پر وړاندې ترسره کړي.

دا لوبې د روان ۲۰۲۱م کال د سیپټمبر میاشتې له درېیمې نېټې پیلیږي.

ددې درې سیالیو کوربتوب افغانستان ته وردغاړی دی، چې په سریلانکا هیواد کې به ترسره شي.

افغان کرکټ ملې لوبغاړو دې سیالیو ته د چمتوالي په موخه په دوو پړاوونو کې تمرینونو ترسره کړل او روانه اونۍ به سریلانکا ته سفر وکړي.

Leave A Reply

Your email address will not be published.

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. Accept Read More

WP2Social Auto Publish Powered By : XYZScripts.com