راشد خان د افغانستان د خپلواکۍ ورځ په سل بالیز لیګ کې ونمانځله

خبریال وېبپاڼه / راشد خان د افغانستان د خپلواکۍ ورځ په انګلستان سل بالیزه کرکټ لیګ کې ونمانځله.

تیره د پنجشنبې په ورځ د افغانستان د خپلواکۍ ۱۰۲یمه کلیزه وه، چې د نورو کلونو خلاف سږ کال ډېره کمه ونمانځل شوه، خو افغان لوبغاړي راشدخان د انګلستان په سل بالیزه کرکټ لیګ په پرونۍ لوبه کې د افغانستان تور، سور او زرغون بیرغ پر مخ رسم کړی و او لوبه یې وکړه.

راشد پر خپلې رسمې فیسبوک پاڼې ټولو هیوادوالو ته هم د افغانستان د آزادۍ د ۱۰۲یمې کلیزي په پار مبارکې ویلې وه، چې دا او پرونۍ کړنه یې ټولو هیوادوالو ستایلې او ورڅخه یې ځانګړې مننه کړې، چې د هیواد په دې حساسو شرایطو کې د افغانانو ترڅنګ ولاړ دی.

د راپورونو له مخې د انګلستان په سل بالیزه کرکټ لیګ کې دا د راشدخان وروستۍ لوبه وه، چې ډېر ژر به هیواد ته راستون شي او د افغان ملې لوبډلې سره به یوځای شي، ترڅو د پاکستان پر وړاندې دریو یوورځنیو لوبو کې ولوبیږي.

هغه د انګلستان هیواد په دې لیګ کې د خپلې لوبډلې ټرینټ روکیټس لپاره ټولې ۹ لوبې وکړې، چې پکې ۱۲ ویکټې یې ټول ټال واخیستې او تر دې دمه د سل بالیزه لیګ دویم زیاتې ویکټ اخیستونکی لوبغاړی دی.

په دې لیګ کې د راشدخان ترڅنګ محمدنبي، مجیب الرحمن او قیس احمد هم اخیستل شوي او د خپلو لوبډلو لپاره لوبېدلې، خو محمدنبي د راشدخان په څېر خپله وروستۍ لوبه پکې وکړه او هیواد ته یې د راتګ سفر پیل کړ.

د مجیب ځدران او قیس احمد په اړه لا تراوسه خبر نشته، خو دوی هم د پاکستان پر وړاندې لوبډله کې اخیستل شوي، چې باید ژر تر ژره هیواد ته راستانه شي او له ملي لوبډلې سره یوځای شي.

Leave A Reply

Your email address will not be published.

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. Accept Read More

WP2Social Auto Publish Powered By : XYZScripts.com