خبریال وېبپاڼه / د نوي زیلاند یو شمیر رسنیو خبر ورکړی چې په افغانستان کې د روانو حالتو له امله یو شمیر نوي زیلاندي لوبغاړي پاکستان ته د سفر په اړه زړه نه نازړه دي او ویل کیږي چې یاد هیواد ته به سفر ونه کړي.
له بلې خوا ویل کیږي چې راتلونکې اونۍ د نوي زیلاند کرکټ بورډ یو امنیتي پلاوی په څلور ورځني سفر پاکستان ته لیږي ترڅو د حالاتو په اړه ډاډ ترلاسه کړي.
په ورته وخت کې د یاد هیواد کرکټ بورډ ویلي چې هیڅ لوبغاړی به مجبوره نه کړي ترڅو پاکستان ته سفر وکړي بلکې هر یو د خپل ځان په اړه پریکړه کوي چې پاکستان ته سفر کوي که نه.
تمه ده چې د نوي زیلاند کرکټ ملي لوبډله به راتلونکې سپټمبر میاشت کې د درې یو ورځنیو او پنځه شل اوریزه لوبو لپاره وروسته له اتلس کلني ځنډ څخه پاکستان ته سفر وکړي.
د یادونې وړ ده چې د نوي زیلاند هغو لوبغاړو چې آي پي ایل کې د بیلابیلو لوبډلو برخه دي لا له وړاندې ویلي چې د پاکستان سره د لوبو پرځای به د هنده غوره لیګ پاتې لوبو کې ولوبیږي، کومې چې د سپټمبر په ۱۹ نیټه متحده عربي اماراتو کې پلیږي.