انګلينډ هم د شل اوریز نړېوال جام لپاره پياوړې لوبډله اعلان کړه

خبریال وېبپاڼه / د انګلينډ کرکټ بورډ تیره ورځ د راتلونکي شل اوريز نړيوال جام ته د ايون مورګن په کپتانۍ پنځلس کسيز سکواډ اعلان کړ.

په لوبډله کې ځينې ځوانو لوبغاړو ته ځای ورکړل شوی دی خو د پياوړي آلراونډر بين سټوکس نوم بيا په کې نه ليدل کيږي.

هغه څه موده وړاندې د ذهني فشار له امله کرکټ تر نامعلومې مودې پريښود او دا دی اوس نړيوال جام ته د انګلينډ په اعلان شوې لوبډله کې هم نه دی شامل کړل شوی.

انګلینډۍ لوبډله چې د لنډ فارمټ لوبو يوه له بهترينو لوبډله ده، د نړيوال جام په لومړي ګروپ کې ځای لري او د استراليا، سويلي افريقا، ويسټ انډيز او له لومړي پړاو څخه د راغلو دوه لوبډلو سره به لوبې کوي.

نړيوال جام ته د انګلينډ اعلان شوې لوبډله

ایون مورګن، معین علي، جاني بېرسټو، سېم بیلینګز، جاس بټلر، سېم کرن، کریس جورډن، لایم لېوینګسټن، ډېویډ مېلن، ټېمل میلز، عادل رشید، جېسن رای، ډیویډ ویلي، کریس ووکس، مارک ووډ.

احتياطي لوبغاړي
لایم ډاسن، ټام کرن، جېمز وینس

د يادولو وړ ده چې انګلينډۍ لوبډله د تېر شل اوريز نړيوال جام فاينليسټ لوبډله ده چې پايلوبه کې يې له ويسټ انډيز څخه ماتې وخوړه.

Leave A Reply

Your email address will not be published.

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. Accept Read More

WP2Social Auto Publish Powered By : XYZScripts.com