له دریو افغان لوبغاړو یوازي دوه لوبغاړي د حیدراباد سره یو ځای شوي

خبریال وېبپاڼه / د راپورونو له مخې د افغانستان ملي لوبډلې سپين بالر مجيب الرحمن لا هم متحده عربي اماراتو ته نه دی رسيدلی تر څو په اي پي ايل کې د ګډون په موخه له حيدراباد لوبډلې سره يو ځای شي.

سرچينې وايي چې نوموړی لا نه دی توانیدلی چې متحده عربي اماراتو ته د ننوتلو ويزه ترلاسه کړي او دا هم معلومه نه ده چې په کومه نيټه به يې د ويزې ستونزه حل شي.

په دې اړه هندي رسنيو ته يوې سرچينې ويلي “هڅه کيږي چې مجيب الرحمن ته د اماراتو ويزه ورکړل شي خو لا هم دقيقه نه ده چې کله به هغه وکولی شي له خپلې لوبډلې سره يو ځای شي، په دې اړه به نږدې راتلونکي کې معلومات درکړو”.

د مجيب الرحمن د ويزې په اړه داسې مهال خبرونه خپريږي چې دوه نور افغان لوبغاړي راشد او نبي اوس مهال متحده عربي اماراتو کې قرنطين دي او زر به د خپلې لوبډلې سره يو ځای تمرينونه پيل کړي.

حيدراباد لوبډلې د سږکال آی پي ايل لومړي پړاو کې ښې لوبې ونکړي او همدا لامل وو چې پرلپسې ماتو وروسته یې خپل کپتان ډيويډ وارنر له کپتانۍ لرې او پر ځای ويليمسن کپتان کړو.

ياده دې وي چې د آی پي ايل پاتې لوبې د سپټمبر په نولسمه نيټه پليږي او سن رايزرز حيدراباد لوبډله به خپله لومړۍ لوبه کې له ډيلي لوبډلې سره د سپټمبر په ۲۲ نيټه د سيالۍ ډګر ته ښکته شي.

Leave A Reply

Your email address will not be published.

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. Accept Read More

WP2Social Auto Publish Powered By : XYZScripts.com