درې هغه لوبغاړي چې ای پي ايل کې يې حيرانوونکي ريکارډونه جوړ کړي دي

خبریال وېبپاڼه / په دې ليکنه کې د درې داسې لوبغاړو په اړه مالومات درکوو چې ای پي ايل کې يې حيرانوونکي ريکارډونه جوړ کړي دي:

کی اي راهول، چټکه پنځوسيزه

کله چې د چټک يا تېز بيټينګ خبره کېږي نو ځينې مشهور چټک لوبغاړي لکه کرېس ګېل، اي بي ډي ويليرز او نور زمونږ ذهن ته راځي. خو په ای پي ايل کې د چټکې پنځوسيزي ريکارډ د پورته دوه يا دوی ته ورته لوبغاړو سره نه دی.

بلکې ياد ريکارد د پنجاب کېنګز له اوسني کپتان کی ايل راهول سره دی. کی ايل راهول په ۲۰۱۸ کال ای پي ايل کې د ډهلي کېپټلز لوبډلې په وړاندې لوبه کې د ای پي ايل تارېخ تر ټولو تېزه پنځوسيزه ووهله. نوموړي په ۱۴ توپونو ياده پنځوسيزه پوره کړه.

يوراج سينګ، په يوه سيزن کې دوه هټرېکونه

که د ای پي ايل په تارېخ کې د ډېرو هټرېکونو جوړولو ريکارډ د اميت مېشرا سره دی چې ۳ هټريکونه يې کړي نو په ورپسې درجه کې يوراج سېنګ دی چې ۲ هټرېکونه يې کړي دي.

له دې دوه لوبغاړو اخوا هېڅ کوم لوبغاړي له يوه ډېر هټريکونه نه دي کړي. خو په حيرانوونکي ډول يوراج دغه هټرېکونه د ای پي ايل په يوه سيزن ( ۲۰۰۹) کې کړې دي. نوموړي د پنجاب کېنګز سره په لوبېدو لومړی هټرېک د رويل چېلنجرز بنګلور او دوهم هټرېک د ډکن چارجرز خلاف کړی دی.

الواري جوزېف، ښکلې توپ اچوونه

ويسټ انډيزي ځوان بالر د ای پي ايل په يوه لوبه کې د تر ټولو غوره بالېنګ ريکارډ لري. هغه په ۲۰۱۹ سيزن کې د ممبۍ انډيينز لخوا د سن رايزرز حيدراباد په وړاندې لوبه کې په ۳،۴ اورونو کې د ۱۲ منډو په ورکولو ۶ لوبغاړي سوځولي دي.

Leave A Reply

Your email address will not be published.

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. Accept Read More

WP2Social Auto Publish Powered By : XYZScripts.com