خبریال وېبپاڼه / مایکل هولډینګ له ۳۰ کلونو راهیسې د لوبې کمینټري «تبصره» کولو وروسته له تبصرې څخه تقاعد اعلان کړ.
د ویسټ انډیز پخوانی چټک توپ اچونکی هولډینګ ، چې د “ویسپرینګ ډیت” په نوم پیژندل کیږي په ۶۰ ټیسټ او ۱۰۲ یو ورځنیو لوبو کې لوبیدلی چې ټولټال یې ۳۹۱ ویکټې اخیستي دي، نوموړي په ۱۹۸۷ م کال کې له تقاعد وروسته د مایکروفون په لاس او د لوبې کمینټري پیل کړه.
په تېره اپریل میاشت کې په بارباډوس کې د راډیو خبرو اترو ته په وینا کې هولډینګ اشاره کړې وه چې په نږدې راتلونکي کې له خپل مسلک څخه تقاعد اخلم.
د هولډینګ له تقاعد وروسته د کرکټ لوبغاړو، مبصرینو او مینه والو، غبرګون وښود او هولډینګ ته یې د تقاعد مبارکۍ” هیله وکړه.