حامد شینواري: له انګلستان سره تړون کوو ترڅو ورسره دوامداره سیالي ولرو

خبریال وېبپاڼه / د افغانستان کرکټ بورډ اجرائيوي رئيس ډاکټر حامد شينواري په انګلېنډ کرکټ بورډ غږ کړی چې د افغانستان کرکټ د ودې او مرستې په پار، اجازه ورکړي چې افغان لوبډله د انګلېنډ په لوبغالو کې د نورو هېوادونو کوربه توب وکړي.

د نوموړي په خبره ياد هېواد ګڼ شمېر افغانان او د افغانستان کرکټ مينه وال اوسېږي. شينواري چې د انګلېنډ د يوې معتبرې رسنۍ سره خبرې کولې وويل چې هيله مند دی راتلونکی کال د نړيوالو سفرونو په نورمالېدو سره انګلېنډ ته سفر وکړي او د ياد هېواد کرکټ بورډ سره د دوه اړخيزو همکاريو سند لاسليک کړي.

افغان لوبډله دا وخت د نړيوالو لوبډلو د کوربه توب لپاره شارجه کرکټ لوبغالی د کوربه لوبغالي په حيث کاروي او د ياد ميدان استعمالول به لا هم روان وي، خو د حامد شينواري په فکر چې د انګلېنډ د ميدانونو استعمالول به د افغان کرکټ په لا ځلېدو او پرمختګ کې ستر رول ولوبوي.

که څه هم افغان کرکټ بورډ د انګلېنډ د مرستې تمه لري خو باور دا دی چې د ياد هېواد کرکټ بورډ به د افغان کرکټ بورډ او په افغانستان کې نوي حکومت ته ګوري چې د ښځو کرکټ سره څه ډول چلند کوي.

ددې تر څنګ انګلېنډ کرکټ بورډ به د خپل حکومت لارښوونې ته هم اړتيا ولري چې افغانستان سره د کرکټ په ډګر کې څه ډول په مخ ولاړ شي.

انګلېنډ کرکټ ملي لوبډله د افغان لوبډلې سره يوازې دوه ځل لوبېدلې چې دواړه لوبې په نړيوالو جامونو کې تر سره شوي دي. ددې تر څنګ اسټراليا سره د افغانستان پلان شوې ټېسټ سيالۍ د کېدو په اړه لا هم شک شته.

شينواري د خپلو خبرو په دوام زياته کړه ” زمونږ د ښځينه کرکټ لوبډلې لوبغاړي لا هم دلته دي. هغوی افغانستان نه دی پرېښی. ډېری لوبغاړې په کابل او په ولاياتو کې دي. مونږ د ښځو کرکټ جوړول او ورته د اسانتياو برابرولو ته ژمن يوو. خو دا کار به زمونږ د کلتوري ارزښتونو په رڼا کې کېږي”.

د افغانستان کرکټ بورډ اجرائيوي رئيس دغه راز ويلي چې لوبډله يې دا وخت په ننګرهار کې ده او نړيوال جام ته د تياري په موخه تمرينات کوي.

اجرائيه رئيس د دې اندېښنې په ځواب کې چې په نړيوال شل اوريز جام کې به د نوي حکومت تر بيرغ لاندې د افغان لوبډلې په وړاندې لوبډلې ونه لوبيږي او پريکون به وکړي ويلي چې د اوس لپاره به د افغانستان راتلونکي لوبې د تور سور او زرغون بيرغ لاندې کیږي خو په دې تړاو د نوي حکومت پريکړې ته لا هم منتظر دی.

Leave A Reply

Your email address will not be published.

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. Accept Read More

WP2Social Auto Publish Powered By : XYZScripts.com