خبریال وېبپاڼه / د ویسټ انډیز په نوښت پیل شوي د ۲۰۲۱ م کال کارابین پریمر لیګ وروستۍ پایلوبه د سینټ کیټیس او سینټ لوشیا ترمنځ ترسره شوه چې پکې سینټ کیټس په درې ویکټو بریا او اتلوالي یې ترلاسه کړه.
په یادو لوبو کې اوو لوبغاړو په بېلا بېلو برخو کې ښه کارګرداګې وښوده، چې له ډلي یې روسټون چېس، ریوا رمپال، پاپ ډوپلیسي، انډري رسل، ایون لیویس، سونیل ناراین او اوسارا اودانا هغه لوبغاړي دي، چې ښې لوبې یې ترسره کړې.
۱- روسټون چېس: د ۲۰۲۱ ویسټ انډیز غوره لیګ سیالیو زیاتې منډي جوړونکی لوبغاړی وو، نوموړي په دې لیګ کې ۴۴۶ منډي جوړي کړې او همدرانګه یې په یاد لیګ کې تر ټول ډيرې ۳۵ څلوریزي ووهلې.
۲ـ ریوا رمپال: په دې لیګ کې د زیاتو ویکټو اخیستونکو لوبغاړو په سر کې شتون درلود، نوموړي ۱۹ لوبغاړي وسوځول او د ټول ټورنمنټ غوره ویکټ اخیستونکی لوبغاړی وشمېرل شو.
۳ـ پاپ ډوپلیسي: یوازنی لوبغاړو شو، چې په ټول لیګ کې یې په یوه لوبه کې زیاتې منډي جوړي کړې، نوموړي په یوه لوبه کې ۱۲۰ ناسوځېدلي منډي وکړې.
۴ـ انډري رسل: تېزي توپ وهنی باندي مشهور لوبغاړی، نوموړي په دې لیګ کې په هره لوبه کې په ۱۷۵.۸۲ لوړ سټرایک ريټ سره توپ وهنه ترسره کړه.
۵ـ ایون لیویس: د ټول ټورنمنټ زیاتې ۳۶ شپږیزي وهونکی لوبغاړی وشمېرل شو.
۶ـ سونیل ناراین: په هره لوبه کې یې په غوره ایکانومي سره توپ اچونه ترسره کړې ده، نوموړي په هر اور کې په ۴.۳۷ ایکانومي توپ اچونه وکړه.
۷ـ اوسارا اودانا: یاد لوبغاړي په ویسټ انډیز هیواد غوره لیګ سیالیو کې په یوه لوبه کې د ۲۱ منډو په بدل کې ۵ لوبغاړي وسوځول او د یوې لوبې د غوره توپ اچوني کارګرداګې یې وښوده.