د نړیوال جام د رسمي لوبو مخکي افغان لوبډله دوه تمریناتي سیالي ترسره کوي

خبریال وېبپاڼه / ټاکل شوې ده چې له ځنډ وروسته د کرکټ نړیوالې شورا «ای سي سي» په نوښت د ۲۰۲۱ م کال شل اوریزه نړیوال جام راتلونکي میاشت پیل شي.

د تېر په څېر یوځل بیا هم کرکټ نړیوالې شورا د شل اوریزه نړیوال جام رسمي لوبو وړاندې د ۸ غوره لوبډلو ترمنځ د تمریناتي سیالیو مهالویش اعلان کړ.

تمریماتي سیالۍ به د اکتوبر په اکتویر ۱۸ مه نېټه د سویلي افریقا او افغانستان ترمنځ پیل شي چې د اکتوبر تر ۲۰ مې نېټې به دوام وکړي.

په تمریناتي سیالۍ کې به افغانستان خپله لومړۍ تمریني لوبه د اکتوبر په ۱۸ مه نېټه مازدیګر ۴:۰۰ بجې د سویلي افریقا لوبډلې خلاف ترسره کړي، په داسې حال کې چې دوهمه تمریناتي لوبه به د اکتوبر په ۲۰ مه نېټه د شپې ۸:۰۰ بجې د ویسټ خلاف ترسره کړي.

د شل اوریزه نړیوال جام غوره اتو لوبډلو ترمنځ تمریناتي لوبې په تلویریون خپرې شوي دي، معلومه نده چې راتلونکي سیالۍ خپریږي یا نه، خو په ډېر احتمال سره چې دغه تمریناتي سیالۍ لایف خپرې شي.

Leave A Reply

Your email address will not be published.

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. Accept Read More

WP2Social Auto Publish Powered By : XYZScripts.com