د بنګلور له لوبډلمشرۍ د استعفاء په اړه د ویرات کوهلي څرګندونې

خبریال وېبپاڼه /د هند ملي لوبډلې لوبډلمشر ويرات کوهلي يوازې درې ورځې وړاندې اعلان وکړ چې له نړيوال جام وروسته به په شل اوریزه لوبو کې د هند ملي لوبډلې له لوبډلمشرۍ استعفاء وکړي.

هغه نن په ناڅاپي ډول په آی پي ايل کې هم له لوبډلمشرۍ د استعفاء خبر ورکړ، او ويې ويل چې د ۲۰۲۱م هند غوره ليک له پای ته رسيدو سره د بنګلور لوبډلې له کپتانۍ هم لاس په سر کیږي.

کوهلي وايي چې د لوبډلمشرۍ له استعفاء وروسته به د يو لوبغاړي په توګه تر هغې د بنګلور لوبډلې لپاره لوبې وکړي، تر څو چې په هند غوره ليګ کې لوبېږي.

“زه له مينه والو مننه کوم چې پر ما يې باور کړی او زما ملاتړ يې کړی، همدا روان سيزن به د کپتان په توګه زما وروستی آی پي ايل وي خو د يو لوبغاړي په توګه به تر هغې د بنګلور لپاره لوبيږم، تر څو چې تقاعد کيږم”.

کوهلي د خپلې استعفاء د لامل په اړه وايي چې غواړي فشار پرې کم اوسي او د لوبډلمشرۍ د انتقال پروسه ځوانو لوبغاړو ته په ښه شکل صورت ونيسي.

“ما د نړيوالو شل اوريزو لوبو له کپتانۍ هم استعفاء وکړه، غواړم لږ مې کار کم شي او نورو لوبغاړو ته مسولیت انتقال شي، نه غواړم چې په هند غوره ليګ کې د بلې لوبډلې لوبډلمشري وکړم”.

کوهلي د تېرو نهو کلونو په اړه وايي چې د بنګلور سره يې د خوښۍ، خفګان او له احساساتو ډکې شيبې تېرې کړي دي او لا به هم د يادې لوبډلې سره د يو لوبغاړي په توګه مل وي.

د ويلو ده چې داسې راپورونه هم شته چې ښايي ويرات کوهلي نږدې راتلونکي کې د يوورځنيو لوبو له لوبډلمشرۍ هم استعفاء وکړي.

Leave A Reply

Your email address will not be published.

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. Accept Read More

WP2Social Auto Publish Powered By : XYZScripts.com