د هند غوره لیګ د روانو سياليو په اړه د اکاش چوپړا پنځه وړاندوينې

خبریال وېبپاڼه / د هند پياوړي تبصره کوونکي اکاش چوپړا د ۲۰۲۱ اي پي ايل په اړه چې څوک به د نارنجي خولۍ، زېړې خولۍ ګټونکي، اقتصادي بالېنګ کوونکی او فاينل ګټوونکې لوبډله وې، وړاندوينې کړې، چې دلته مو ورته کتنه کړې:

شکېردوان د نارنجي خولۍ ګټوونکی:

د ډهلي کېپټلز اوپنر شکېردوان د روان کال ځنډېدلي اي پي ايل د لومړي پړاو تر ټولو ډېر منډې جوړوونکی لوبغاړی دی. نوموړي په ۸ لوبو کې د ۱۳۴،۲۷ په سټرايک رېټ ۳۸۰ منډه جوړې کړې دي.

د چوپړا له نظره دهوان په ښه فام کې دی او هغه به نړيوال جام ته د ټاکل شوې لوبډلې څخه د ډراپ کېدو وروسته منډو جوړولو ته تږی وي.

چوپړا وايي ” دوهوان نړيوال جام ته د انتخاب شوې هندۍ لوبډلې څخه ډراپ شوی. هغه هوښيار بيټسمين او په ښه فارم کې دی. زه فکر کوم دهوان به د اي پي ايل تر پايه ۶۰۰ منډې جوړې کړي”

اويش خان ارغواني خولۍ ګټوونکی:

د رويل چېلنجرز بنګلور لوبډلې بالر هارشل پټيل د روان کال اي پي ايل په لومړي پړاو کې په ۷ لوبو کې ۱۷ وکټې واخيستې او د ارغواني خولۍ لرونکی لوبغاړی دی. خو د چوپړا په باور پټيل به د اماراتو په خاوره کې په وکټ اخيستو کې ستونزې ولري.

نوموړی په دې آند دی چې روان ليګ کې د ډهلي لوبډلې د ۱۴ وکټو اخيستونکی لوبغاړی اويش خان به د ارغواني خولۍ ګټوونکی بالر وي. اکاش چوپړا باور لري چې خان به د ليګ تر پايه له ۲۰ تر ۲۳ لوبغاړي وسوځوي.

اقتصادي بالر، راشد خان:

هغه بالران چې د روان کال ای پي ايل په لومړي پړاو کې يې له ۲۰ ډېر اورونه کړي، د سن رايزرز حيدراباد لوبډلې لوبغاړي راشد پکې تر ټولو اقتصادي ( ۶،۱۴) بالېنګ کړی دی.

چوپړا وايي ” راشد خان په لومړي پړاو لوبو کې ښه توپ اچوونه کړې ده. هغه هېڅکله بد سيزن نه دی لرلی. نور هر څه موقتي دي خو راشد تل ښه بالېنګ کړی.

نوموړی به څو نورې وکټې هم واخلي. خو هغه به تر ټولو اقتصادي بالر وي”.

راشد د اي پي ايل د کرير په ۶۹ مېچونو کې د ۶،۶۹ په اوسط ښکلې او اقتصادي توپ اچوونه کړې ده.

Leave A Reply

Your email address will not be published.

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. Accept Read More

WP2Social Auto Publish Powered By : XYZScripts.com