خبریال وېبپاڼه / پاکستان کرېکټ ملي لوبډلې لوبډلمشر بابر اعظم وېسټ انډیز لوبډلې سره د شل اوریزو لوبلړۍ له پای ته رسېدو وروسته مننه کړې.
بابر اعظم په ټوېټر کې له وېسټ انډیز لوبډلې نه د ټولو پاکستانیانو په استازیتوب مننه کړې چې په سخت وخت کې یې د دوی هېواد ته سفر کړی.
دا په داسې حال کې ده چې د وېسټ انډیز کرېکټ ملي لوبډلې څو تنه لوبغاړي په پاکستان کې پر کووېډ نولس اخته شوي دي او دا د وېسټ انډیز لوبډلې لپاره ګرانه تمامه شوه.
په ورته مهال د پاکستان خلکو هم په پراخه کچه له وېسټ انډیز لوبډلې مننه کړې چې د روغتیایي ناورین سره سره یې هم له پاکستان سره لوبلړۍ ونه دروله. او وېسټ انډیز لوبډلې لوبغاړو ته په خطاب ویلي چې تاسې زموږ زړونه وګټل.
د وېسټ انډیز او پاکستان تر منځ د شل اوریزو لوبو په درشل کې د وېسټ انډیز شپږ لوبغاړي، مرستیال روزونکی او فزیکي ډاکټر پر کرونا اخته شوي وو. په لومړیو کې داسې انګیرل کېدل چې ګواکې د دواړو لوبډلو د شل اوریزو لوبو وروستۍ سیالۍ به وځنډیږي خو د وېسټ انډیز پاتې روغو لوبغاړو یاده سیالي ترسره کړه.
د یادو لوبډلو ترمنځ د شل اوریزو لوبو لړۍ د پاکستان پر ګټې پای ته ورسېدې، د وروستۍ لوبې پچه وېسټ انډیز لوبډلې وګټله، د توپ وهنې پرېکړه یې وکړه او مقابل لوري ته یې د ۲۰۸ منډې هدف کېښود او پاکستانۍ لوبډلې یاد هدف پوره کړه. چې په دې سره یې د شل اوریزو لوبو لړۍ وګټله.
د یادونې وړ ده چې د وېسټ انډیزې لوبغاړو د ناروغۍ له کبله د دواړو لوبډلو ټېسټ سیالۍ وځنډول شوې.