ګمپیر د هند غوره لیګ کې له نوی لوبډلې سره یوځای شو

خبریال وېبپاڼه / د هند کرکټ ملي لوبډلې پخوانی لوبغاړی ګوټم ګمبیر په ای پي ایل سیالیو کې د لاک نو په نوم نوي لوبډلې سره د لارښود یا مشاور روزونکي په توګه یو ځای شو.

د ګمبیر ټاکل کیدلو خبر له هغې وروسته مخې ته راځي،چې یادې څانګې د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې پخوانی روزونکی انډې فلاور د مشر روزونکي په توګه اعلان کړ.

ګمبیر د ای پي ایل نوي څانګې لاک نو مشرتابه څخه مننه کړې چې په هغه یې اعتبار کړئ.

نوموړي ویلي،د نورو روزونکو سره یو ځای به یې هڅه دا وي چې یادې لوبډلې ته اتلوالي ور په برخه کړي.

لاک نو هغه نوي لوبډله ده چې تیرې اکتوبر میاشت کې د احمد آباد لوبډلې سره یو ځای د هند کرکټ بورډ لخوا نیلامۍ ته وړاندې شوي وه،چې د نیلامۍ پر مهال د ار،پي،ایس،جې ګروپ لخوا په ۷ زره ۹۰ کروړه هندۍ کلدارې واخیستل شوه.

احمد آباد لوبډله بیا د سي،وي،سي په نوم شرکت لخوا بیا ۵۶۲۵ کروړه هندۍ کلداري واخیستل شوه.

      

Leave A Reply

Your email address will not be published.

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. Accept Read More

WP2Social Auto Publish Powered By : XYZScripts.com