د نولس کلنو راتلونکي اسیا کپ

خبریال وېبپاڼه / ټاکل شوی ده چې د نولس کلنو اسیاکپ به سږکال د راتلونکې پنجشنبې په ورځ ( د ډېسمبر میاشتې ۲۳مه نیټه) د اتو لوبډلو په ګډون د متحده عربي اماراتو په بیلابیلو لوبغالو کې پیل شي، کومو سیالیو ته چې نن افغان لوبډله د کوربه هیواد په لوري الوتنه لري.

لوبډلې: په الف او ب ګروپونو کې ویشل شوې اته لوبډلې افغانستان، پاکستان، هند، بنګله دېش، متحده عربي امارات، کویټ، نیپال او سرېلانکا به سږکال د اتلولۍ ترلاسه کولو لپاره یو د بل سره د سیالۍ ډګر ته ښکته کېږي.

ګروپونه : ګډونوالې اته لوبډلې په دوه ګروپونو ویشل شوي دي. الف ګروپ کې افغانستان، پاکستان، هند، متحده عربي امارات او ب ګروپ کې کویټ، نیپال، سرېلانکا او بنګله دېش شامل دي.

وخت، فارمټ او ژوندي نشرات: یادې لوبې د افغانستان پر وخت د ورځې لس بجې پیلیږي. فارمټ یې پنځوس اوریز دی او د معلوماتو له مخې یوازې پایلوبه یې په تلویزیون ښودل کیږي. یاده سیالي په هند کې سټار سپورټ شبکه نشروي.

د افغانستان لوبې: د راتلونکې پنج شنبې په ورځ افغان لوبډله خپله لومړۍ لوبه د پاکستان له نولس کلنو سره په آی سي سي اکاډمۍ ګراونډ۲ کې کوي. دویمه لوبه یې د شنبې په ورځ له کوربه متحده عربي اماراتو سره ده او د ګروپ وروستۍ لوبه به د دوشنبې په ورځ له هند سره کوي.

Leave A Reply

Your email address will not be published.

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. Accept Read More

WP2Social Auto Publish Powered By : XYZScripts.com