خبریال وېبپاڼه / د کرکټ د نړیوالې شورا یا icc لخوا د شل اوریزو لوبو د الرونډرانو درجه بندۍ اعلان شوی چي په یاده درجه بندۍ کې یو ځل بیا محمد نبي لومړی مقام خپل کړي.
د کرکټ د نړیوالې شورا لخوا اعلان شوی درجه بندۍ په لاندې ډول ده.
لومړی: د شل اوریزو لوبو د الرونډرانو په لیست کې لومړی مقام د افغانستان کرکټ لوبغاړی محمد نبي خپل کړي، نوموړي ٢٦٥ نمری ترلاس کړي.
دوهم: د شل اوریزو لوبو د الرونډرانو په لیست کې دوهم مقام د بنګله دیش کرکټ لوبغاړی شکیب الحسن خپل کړي، نوموړي ٢٦٠ نمری ترلاس کړي.
دریم: د شل اوریزو لوبو د الرونډرانو په لیست کې دریم مقام د انګلستان کرکټ لوبغاړی لایم خپل کړي، نوموړي ١٧٨ نمری ترلاس کړي.
څلورم: د شل اوریزو لوبو د الرونډرانو په لیست کې څلورم مقام د استرالیا کرکټ لوبغاړی ګلین مکسویل خپل کړي، نوموړي ١٧٨ نمری ترلاس کړي.
پنځم: د شل اوریزو لوبو د الرونډرانو په لیست کې پنځم مقام د سریلانکا کرکټ لوبغاړی هسرنګا خپل کړي، نوموړي ١٧٣ نمری ترلاس کړي.
دا هغه پنځه غوره د شل اوریزو لوبو الرونډران لوبغاړي دي کوم چې د کرکټ د نړیوالې شورا لخوا اعلان شوي.