خبریال وېبپاڼه / په وروستيو شېبو کې لنکا ليګ کې يو بل افغان لوبغاړی واخيستل شو.
راپورونه وايي چې د افغان ملي لوبډلې آلراونډر کريم جنت سرېلانکا ته رسيدلې.
هغه سره کولمبو سټارز لوبډلې د نمبيا د ډيويډ ويسا پر ځای تړون کړی دی، چا چې د کورنيو ستونزو له امله نيمايي کې لنکا ليګ پريښود.
دا لا معلومه نه ده چې کريم جنت به د خپلې لوبډلې لپاره د نن شپې سيالۍ کې ولوبيږي که نه، ځکه چې هغه تازه سرېلانکا ته رسيدلی دی.
د لنکا ليګ سږنۍ لوبې اوس مهال وروستي پړاو ته رسيدلي او پلی اف ته درې تللې لوبډلې معلومې شوي دي.
جفنا کينګز، ګل ګليډيټرز او ډمبولا جاينټس لوبډلې پلی اف ته رسيدلي او د کولمبو سټارز او کينډي وريرز لوبډلو له منځه به يوه بل پړاو ته لار پيدا کوي.
ياده دې وي چې له کريم جنت وړاندې څلور نور افغان لوبغاړي نجيب ځدراڼ، رحمن الله ګربز، نور احمد او نوین الحق لا له وړاندې سرېلانکا ليګ کې تړونونه لري او د خپلو لوبډلو لپاره لوبيږي.