خبریال وېبپاڼه / په لنکا لیګ کې د نوراحمد سفر پای ته ورسیده افغان چاینا مین توپ اچوونکي نور احمد لکڼوال لانکا لیګسره خدای پاماني وکړه.
دغه چپ لاسي سوکه توپ اچوونکي پخپله فیسبوک پاڼهلیکلي، چې له ګالي ګلاډیټرز سره یې خورا ښې شېبې تېرېشوې او نور نو ورسره پاتې سیالیو کې نشي لوبېدلی.
لکڼوال زیاته کړې، چې د خپل ملي مسؤلیت لپاره ( د هېوادلپاره لوبېدل) د لانکا لیګ پاتې سیالۍ نشي ترسره کولای.
اوه لس کلن نوراحمد لکڼوال پخپله وروستۍ سیالۍ کېهم د خپلې لوبډلې لپاره ښه وځلید او د ۱۲ منډو په ورکړېیې د مقابلې لوبډلې دوه مهمې ویکټې ترلاسه کړې.
هغه شعیب ملک او تېسارا پرېرا وسوځول چې هر يو یې دکرکټ خورا ډېره ښه سابقه لري.
لکڼوال له خپلو ټولو مینه والو مننه کړې او ویلي یې دي،چې د خپل هېواد لپاره ياد لیګ پرېږدي او په راتلونکوسیالیو کې خپلې لوبډلې ته ښه بخت غواړی.
نوموړی د هغو افغان ځوانانو د کرکټ ملي لوبډلې غړی دی،چې تر ۱۹ کالونو کم عمره دي.
د ۱۹ کلنو څخه د کم عمره ځوانانو ملي لوبډله په دوبۍ کېد کېدونکي آسیا جام ګډونواله ده، چې نور احمد لکڼوال همپکې شامل دی.
د یادونې وړ ده چې د یاد لیګ د پاتو سیالیو لپاره بل افغانلوبغاړی کریم جنت هم یاد هېواد ته ولاړ او د خپلې لوبډلېسره به پاتې سیالیو کې ولوبېږي.