هغه افغان لوبغاړي چې بنګله دېش غوره ليګ ته یې نوم‌ لېکنه کړې ده

خبریال وېبپاڼه / هغه شاوخوا ۳۰ افغان لوبغاړي چې بنګله دېش غوره ليګ ته یې نوم‌ لېکنه کړې ده.

د بنګله دېش غوره ليګ اتم پړاو د لوبغاړو د پېر مراسم د روانې ډيسمبر مياشتې په ۲۷مه نېټه کیږي چې په بيلابيلو کټګوريو کې د افغان لوبغاړو په ګډون ګڼو بهرنيانو ورته نوم لېکنه کړې ده.

لومړۍ درجه: په دې کټګورۍ کې ټول ټال ۱۱ بهرنيو لوبغاړو نوم لېکنه کړې ده چې افغان لوبغاړي قيس احمد، ظاهر خان او رحمن الله ګربز هم په کې شامل دي.

دويمه درجه: په دې کټګورۍ کې ۱۸ بهرنيو لوبغاړو خپل نومونه ثبت کړي چې افغان لوبغاړي محمد شهزاد او شاپور ځدران هم پکې شامل دي.

دريمه درجه: د افسر ځاځي، دولت ځدران او نجيب ځدران په ګډون دې کټګورۍ کې شل بهرنيو لوبغاړو خپل نومونه ليکلي دي.

څلورمه درجه: عبدالواسع، افتاب عالم، فضل نیازی، کريم جنت، عثمان غني او يونس احمدزی هغه افغان لوبغاړي دي چې په څلورمه درجه کټګورۍ کې یې بنګله دېش غوره ليګ کې د لوبيدو لپاره خپل نومونه ثبت کړي دي.

په پنځمه درجه کټګورۍ کې حمزه هوتک، حميدحسن، غمي ځدران، درویش رسولي، فضل الحق فاروقي، حشمت شهیدي، اکرام عليخيل، اظهارالحق نويد، سلیم صافی، بهارعلي شينواری، شفیق الله غفاري، شاهد الله کمال، شرف الدين اشرف، سيد شيرزاد، وقار سلامخيل، ضیاء الرحمن اکبر او يوسف ځاځی خپل نومونه ليکلي چې د راتلونکي دوشنبې په ورځ به د شپږو لوبډلو له لوري يو شمېر یې ډرافټ کې اخيستل کيږي.

Leave A Reply

Your email address will not be published.

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. Accept Read More

WP2Social Auto Publish Powered By : XYZScripts.com